ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116580-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 09:16 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د ملګرو ملتو له قوله یې په غټو ټکیو لیکلي دي: القاعده او طالبان هم تړونه دي.

د دې خبر په دوام کښې لولو چې د ملګرو ملتو یو تازه رپورټ وايي، د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو له مشر هیبت ا... اخوندزاده سره د خپلې وفادارۍ او هم­تړونوالي ژمنه تازه کړې او وايي چې القاعدې له طالبانو سره خپلې نزدې اړیکې ساتلې دي.

په دغه پيغام کښې راغلي دي: اوس چې طالبانو په افغانستان باندې له دوباره واکمنیدو وروسته د عمل لازیاته آزادي ترلاسه کړې ده، ایمن الظواهري هم لازیات ضبط شوي پیغامونه خپروي.

د ملګرو ملته په دغه ۲۵ مخیز رپورټ کښې راغلي دي چې طالبان په خپلو تیرو طریقو عمل کوي او د القاعدې په شان ترهګرو ډلو لپاره یې خوندي پټنځي برابر کړي دي او د طالبانو هغه غړي چې د ملګرو ملتو د بندیزونو په لسټ کښې وو، د کابینې په لوړو پوسټونو یې ګمارلي دي.

جمهوري اسلامي له دې خبر لاندې بیا د طالبانو دا خبره د دویم سرټکي په توګه راخیستې چې وايي: د ښځو په هکله د ملګرو ملتو اندیښنه بې ځایه ده.

طالبانو د افغانستان په ښځو باندې د لګیدلو محدودیتونو د ختمولو لپاره د امنیت شورا غوښتنه ونه منله او ویې ویل، کومې اندیښنې چې نړیوالې ټولې په دې لړ کښې څرګندې کړې دي، بیخي بې بنیاده دي.

ورځپاڼې د دې خبر په خوا کښې د نجف اشرف د یو عالم صدر الدین قبانچي له قوله لیکلي چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه دې له شیعه مسلمانانو د ملاتړ غونډه جوړه کړي.

جمهوري اسلامي په خپل وړومبي مخ هم داشان د عراق په پارلیمان کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو د جرم بللو د قانون د جوړیدو خبر ته هم اشاره کړې ده او لیکي چې د دغه هیواد پارلیمان تیره پنجشنبه دغه مصوبه د نمایندګانو په بشپړې اجماع سره تصویب کړه. د دغه قانون له مخې له نیواکګر صهیونیسټي رژیم سره په هر شکل او هر ډول د اړیکو ټینګول جرم دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د ترکیې خارجه وزیر ویلي دي: نه دي پکار چې له اسرائیلو سره اختلاف، د اړیکو په غوڅولو سره ختم شي.

جمهوري اسلامي لیکي، د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو چې تازه د نیواکي فلسطین له کتنې ستون شوی دی، له خپل اماراتي همرتبه سره په ګډه خبري غونډې کښې په وینا کښې یې له صهیونیسټانو څخه په ملاتړ ډوله دریځ کښې وویل: له اسرائیلو سره اختلافات د اړیکو د پرې کولو له لارې ختمول نه دي پکار. هغه زیاته کړه چې ترکیه له اسرائیلو سره د خبرواترو د جاري ساتلو هوډ لري.

او له دې ورځپاڼې وروستی خبر دا چې زرګونو امریکایانو په خپل هیواد کښې د وسلو د آزادۍ خلاف مظاهرې وکړې.

دغه مظاهرې د امریکې د وسلو د ملي انجمن د کنونشن د ترسره کیدو د ځاې مخې ته وشوې او مظاهره چیانو په کښې د وسلو د کنټرولیدو غوښتنه وکړه.

*/*/*/*/*

اوس به اطلاعات ورځپاڼه راواخلو چې دا هم له تهرانه چاپیږي.

دې ورځپاڼې د پوځ د بې پایلټه الوتکو د یوې سټراټیجکې اډې د مخکتنې خبر په خپل وړومبي مخ سره له انځوره چاپ کړی دی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: د ایران ډرون ټیکنالوجي د نړۍ له بهترینو څخه ده.

د خبر په دوام کښې لولو چې پرون د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د هیواد د پوځ د بې پایلټه الوتکو د ځمکې لاندې اډې کتنې ته لاړ

سردار جنرال محمد باقري په دغې کتنې کښې د پوځ له ډول ډول یرغلیزو او لرواټنه ډرونز د تولید په برخه کښې له وروستیو توانمنیو خبر کړی شو. د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د پوځ د ۳۱۳ نومئ ډزون سټراټیجکې اډې د کتنې په دوران کښې د دوو نویو بریاؤ مخ کتنه وشوه.

وړومبۍ لاسته راوړنه د حیدر-۱ په نامه کروز توغندې دی چې د کمان-۲۲ او فطرس ډرونز په وسیله د وړلو وړ معرفي شوی دی. دغه توغندی ۲۰۰ کیلومیتره واټن وهي او چټکتیا یې په هدف باندې د لګیدو په وخت په ساعت کښې ۱۰۰۰ کیلومیټره دی. حیدر کروز توغندې د ایران وړومبنې کروز میزایل دی چې له بې پایلټه الوتکې څخه د توغول کیدو وړ دی.

او بله لاسته راوړنه د حیدر-۲ په نامه کروز ډرون دی چې په هیلي کوپټر سره وړل کیدې شي.

د دغې پټې اډې په عملیاتي کیدو سره چې د ځمکې څو سوه میټره تل کښې ډیزاین شوې او جوړه شوې ده، د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د بې پایلټه الوتکو په برخه کښې د سیمې په بر قدرت بدل شوی دی. د ډرون یا بې پایلټه الوتکو د جوړولو په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګونو ته په پام سره دا هیواد په سیمه کښې د څارنې او معلومونې، هدف موندنې او د یرغلیزو عملیاتو په لړ کښې خپل لوړ ارزښت څرګند کړی دی.

 */*/*/*/*/*

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې بیا په ایران کښې د میشتو افغانستانيانو د سرشمیرنې موضوع ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي: په ایران کې د غیر مجازو افغانستانی اتباعو سرشمېرنه دوه اونۍ اوږده شوه.

د ایران د کورنیو چارو د پولیسو او امنیتی مرستیال په دې بیان سره چې تر اوسه په درست هیواد کې تر یو نیم میلیون د مدرک نه لرونکو او غیر مجاز افغانستانیانو په سرشمېرنه کې برخه اخستې، د غبرګولی له اولسمې څخه د چنګاښ (سرطان) تر لومړۍ نیټې د دوو اونیو لپآره د سرشمیرنې د تمدیدو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو د وزارت امنیتی او د پولیسو مرستیال سردار سید مجید میر احمدی د ایران له سرکاری ریډیو ټیلی ویژن سره په مرکه کې وویل: د غبر مجازو اتباعو د سرشمېرنې طرحه په لومړی ځل په اسلامی ایران کې په دغه سبک سره او رودې سره، د دغه اتباعو د دقیق شمېر د معلومولو او پېژندلو لپاره د اجرا په حال کې ده چې له ډېر هرکلی سره مخامخ شوې ده.

هغه د افغانستانی مهاجرینو زیاتو نفوسو او د دولت د خدماتو د پیشخوان دفترونو او د بهرنیو اتباعو د خدماتو د کفالت دفترونو ته د غیر مجازو اتباعو زیاتو مراجعو ته په اشارې سره وویل:تر اوسه تر یو نیم میلیون زیاتو افغانستانی مهاجرو د سرشمېرنې په طرحه کې برخه اخستې ده.

 سردار میر احمدی د غبرګولی اولسمې نیټې یعنې د سرشمېرنې وروستۍ نیټې او کم وخت ته په اشارې سره وویل: فیصله مو وکړه چې د دغه کسانو د ارامښت د ساتلو او د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره د نوم لیکلو موده او او دفترونو ته د مراجعې مهلت دوه اونۍ نور زیات کړو. پر دې اساس هیڅ اندیښنه نیشته او کسان کولی شی اوس د سرطان تر لومړۍ نیټې په ښه په کارار او بې له دې چې ګڼه ګوڼه جوړه کړی خپل نومونه ولیکی.

  هغه د افغانستان  د غیر مجازو اتباعو د سرشمېرنې په طرحه کې د دولت د پیشخوان دفرتونو د شمېر د زیاتېدو د هڅو خبر ورکړ او وې ویل: غواړو د دولت د پیشخوان دفترونه چې ۱۷۰۰ په نظر کې نیول شوې،  له کفالتی دفترونو جدا  چې دغه کار یې له مخې پیل کړی، د پیشخوان دفترونو شمېر نور هم زیات کړو.

د ایران د کورنیو چارو امنیتی او د پولیسو مرستیال  په عین حال کې د مهاجرینو لپاره په ممنوعه ولایتونو منجمله لویدیځ اذربایجان او سیستان او بلوچستان  کې د غیر مجازو افغانستانی مهاجرینو د ثبت نام او سرشمېرنې د امکان په هکله ،وویل: دم ګړۍ د  دغه بندیز د ختمولو فیصله نه ده شوې او که بیا کتنه وشوه ضرور به اطلاع رسونه وکړو.

 دا په داسې حال کې  دی چې ایران ته راغلیو غیر مجازو افغانستانی مهاجرو د سرشمېرنې طرحه  د وری یا حمل له دوه ویشتمې پیل او ټاکل شوې وه چې د غبرګولی تر اولسمې دوام ومومی او ټینګار شوی و چې دغه وخت به نه تمدیدیږی ، په دې طرحه کې د ګډونکوونکو مهاجرینو لپاره د شپږو میاشتو د اقامت او تګ راتګ برګه یا پاڼه صادریږی.

*/*/*/*/

بهرنی ورځپاڼې:

د افغانستان د مسیر ورځپاڼې ویب سایټ لیکلي چې د یو کمربند او یوې لارې پروژه د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري

د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي شفيق اميرزی د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د افغانستان د روښانه مقام په اړه وويل، چې افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ او ارتباط لپاره خورا ستراتژیک موقعیت لري. دا موقعیت نه یوازې اوس په مدرنه سوداګرۍ کې د ارزښت وړ دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان او سیمې لپاره خورا ډېر ارزښت لرلی دی. سلګونه کاله پخوا افغانستان د سوداګرۍ او سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ لپاره مهمه لار وه. د ورېښمو لارې له افغانستان تېرېده چې د تاریخي لیکنو له مخې د شاوخوا ۱۷۰۰ کلونو لپاره سوداګرو دا لار د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره کاروله. دې لارې به مرکزي او جنوبي اسیا سره وصلول او ډېری اسیايي هېوادونه یې ان له اروپا او افریقا سره هم تړل.

 افغانستان د لويديځې، جنوبي او منځنۍ اسيا د تقاطع په نقطه کې واقع دی او جغرافيا يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې مهم مقام لري. په دې اړه ښاغلي شفيق اميرزي داسې نظر څرګند کړ، چې اوس هم افغانستان په سیمه کې د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره خورا ارزښتمن دی. دا چې اوږدې جګړې افغانستان ځپلی او اقتصاد یې کمزوری کړی دی نو د پراختیا او پرمختګ په هر ډول سیمه ییزه پروژه کې یې ګډون مهم دی. د چین یو کمربند یوه لار پروژه چې په سیمه کې د پراخ اقتصادي اتصال لپاره جوړه شوې ده، د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او د دې اړتیا ده چې افغانستان په دې پروژه کې ګډون ولري څو په سیمه ییز او نړیوال اقتصادي سېرکل او همدا راز ترانزیت او سوداګرۍ کې خپل تاریخي ارزښت بېرته راژوندی کړي.

د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې په دې وروستيو کلونو کې زياتې پروژې عملي شوي او اړوندو هېوادونو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.

افغانستان هم خپل جلغوزي د دې پلان په مټ د الوتکو له لارې چين ته ليږدولي او د افغانستان تلاک په ۲۰۱۹م کال کې د اورګاډي له لارې له مزارشريف څخه د چين شينجيانګ ته ورسيد، برسيره پر دې، مرستندويه توکي هم په اورګاډو کې افغانستان ته وړل کيږي.

ښاغلي شفيق اميرزي وويل، چې ون بېلټ ون روډ یعنې یو کمربند یوه لار پروژه د چین له لوري پيل شوې ده. پخوا د ورېښمو لار هم له همدې هېواد پیلېده، نو د چین نوې اقتصادي پالیسي دا ده چې د همدې لارې په بیا فعالولو سره د سیمې او نړۍ هېوادونه سره وصل کړي. دا ځکه ګټوره چاره ده چې سالم اقتصادي فعالیتونه به د ملتونو ترمنځ اړیکې پراخې کړي او تر څنګ به یې د دې سبب شي چې سیمه او په دې پروژه کې ګډون کوونکي هېوادونه اقتصادي وده وکړي. هغه هېوادونه چې په دې پروژه کې ګډېږي هم به اقتصادي وده کوي، هم به یې تاریخي ارتباط بېرته پياوړی کېږي او هم د کلتوري، علمي او اقتصادي تجربو د شریکولو لړۍ پراخه او چټکه شي

*/*/*/*/