د بي بي معصومې د زوکړې کلیزه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116676
نن د ذي القعدې د میاشتې اوله نیټه د اووم معصوم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام د قدرمنې لور حضرت فاطمه معصومه(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 01, 2022 05:33 Asia/Kabul
  • د بي بي معصومې د زوکړې کلیزه مو مبارک شه

نن د ذي القعدې د میاشتې اوله نیټه د اووم معصوم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام د قدرمنې لور حضرت فاطمه معصومه(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده

بي بي فاطمه معصومه چې د ۱۷۳ هجري قمري کال د ذي قعدې د میاشتې په وړومبۍ نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغله، له فضائلو ډکه وه.

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د بي بي معصومې سلام الله علیها د زوکړې کلیزه د جینکو او لوڼو ورځ نوموله شوې ده.

د دغې قدرمنې بي بي چې په کریمه اهل بیت مشهوره ده، د زوکړې د کلیزې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت په خوشالیو کښې ډوب وي او خلک د قم په سپیڅلي ښار کښې د هغې پاک حرم او هم داشان په نورو مذهبي ځایونو کښې په راغونډیدو سره د دې ورځې جشن او خوشالي لمانځي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د رسول الله مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو او تاسو ګرانو اوریدونکو ته د دې ورځې مبارکي وایو.