روسیې د اوکراین په پلازمینې توغندي ویشتلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116898-روسیې_د_اوکراین_په_پلازمینې_توغندي_ویشتلي_دي
ایرنا خبري اژانس د رویټرز خبري اژانس په قول وویل روسیې له یوې میاشتې وروسته یوځل بیا د اوکراین په پلازمینې کي یف د توغندیو حملې وکړې او لویدیځو هیوادونو ته په خبرداري ورکولو سره یې ویل اوکراین ته د زیات واټن وهونکو توغندیو د استولو په بڼه کښې به په اوکراین کښې په نویو سیمو حملې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2022 07:43 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین په پلازمینې توغندي ویشتلي دي

ایرنا خبري اژانس د رویټرز خبري اژانس په قول وویل روسیې له یوې میاشتې وروسته یوځل بیا د اوکراین په پلازمینې کي یف د توغندیو حملې وکړې او لویدیځو هیوادونو ته په خبرداري ورکولو سره یې ویل اوکراین ته د زیات واټن وهونکو توغندیو د استولو په بڼه کښې به په اوکراین کښې په نویو سیمو حملې وکړي.

راپورونه وايي چې د اوکراین په پلازمینې کي یف باندې د تیرې ورځې په حملو کښې تراوسه یو کس ژوبل شوی او هغه په روغتون کښې بستري شوی.

ویل کیږي چې په اوکراین باندې د روسیې د پوځ له حملو وروسته له څو کلومیټرو څخه تور لوږي لیدل کیږي او اوکراین دغه لوږي د بار وړونکي اوورګاډیو د تعمیراتو په برخې باندې د توغندي د لګیدا له کبله بللي دي خو ماسکو هغه په هغو ټانکونو باندې چې اروپايي هیوادونو اوکراین ته استولي دي د ماسکو د توغندیو د لګیدا له کبله ګڼي.

د اوکراین د اوورګاډو ادارې هم تائید کړي ده چې څلور توغندي د کي یف په ختیځ  کښې د اوورګاډو د واګنونو د تعمیرولو په تاسیساتو باندې لګیدلي دي.

په کي یف باندې د روسیې د ځواکونو پرونۍ حمله له تیرې اپریل میاشتې راپدیخوا د اوکراین په پلازمینې باندې تر ټولو ستره لومړنۍ حمله ګڼل کیږي.

امریکا تیره اونۍ وویل چې اوکراین ته نوي مینځه واټنه پرمختللي توغندي استوي.

د روسیې ولسمشر پوتین خبرداری ورکړی دی که چیرې واشنګټن خپل اوږد واټنه توغندي اوکراین ته ورکړي مونږ به هغو هدفونو چې تراوسه مو ورباندې حملې نه دي کړي بریدونه وکړو.