د مسلمانانو علماو ټولنې د رسول اکرم (ص) سپکاوی وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117058-د_مسلمانانو_علماو_ټولنې_د_رسول_اکرم_(ص)_سپکاوی_وغنده
زمونږ خبریال وايي د مسلمانو علماو د نړیوالې ټولنې مشر د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له سپکاوي سره د مقابلې کولو پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 08:36 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو علماو ټولنې د رسول اکرم (ص) سپکاوی وغنده

زمونږ خبریال وايي د مسلمانو علماو د نړیوالې ټولنې مشر د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له سپکاوي سره د مقابلې کولو پرضرورت ټینګار وکړ.

د مسلمانو علماو د نړیوالې ټولنې مشر «علي القره داغي» د ترکیې په استانبول کښې د هندوستان د کنسولګرۍ مخ ته د یوشمیر علماو په غونډې کښې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) ته د سپکاوي په شان له اقداماتو سره د مقابلې پرضرورت ټینګار وکړ او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلي الله علیه واله وسلم د سیرت او د هغه د ښو اخلاقو او اعمالو یادولو ته د جمعې لمانځه د خطبو د بیلولو غوښتنه وکړه.

له دې مخکې د ایران اسلامي جمهوریت ، قطر، کویت، عربستان او د اسلامي ملګرتیا موسسې ، پاکستان او یمن د اسلام د ګران پیغمبر په سپکاوي کولو کښې د هندوستان د واکمن بي جی پي ګوند د مسوول سپکاوی غندلی و.

د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم په سپکاوي کښې د «ناوین کومار جیندال» له اقدام وروسته ډیرو مسلمانانو غبرګون ښودلی او هغوې د هندوستان له حکومت سره د چلند کولو او د هندوستان د جوړو شیانو د بایکاټ کولو غوښتنه کړي ده.