ونزویلا  او ایران د غیرقانونی بندیزنونو قربانیان دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117336-ونزویلا_او_ایران_د_غیرقانونی_بندیزنونو_قربانیان_دي
د ونزویلان ولسمشر نیکولاس مادرو د فلسطین له ملت سره د پيوستون په غوښتنې سره وویل ، ونزویلان او ایران د یواړخیزواو غیرقانوني  بندیزونو قربانیان دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2022 00:34 Asia/Kabul
  • ونزویلا  او ایران د غیرقانونی بندیزنونو قربانیان دي

د ونزویلان ولسمشر نیکولاس مادرو د فلسطین له ملت سره د پيوستون په غوښتنې سره وویل ، ونزویلان او ایران د یواړخیزواو غیرقانوني  بندیزونو قربانیان دي .

د ونزویلا ولسمشر پرون ناوخته الجزیره خبری چینل سره په خصوصي مرکې کې ووئيل مونږ د سولې او خبروترو ډيپلوماسي وړاندیز کوو ، مونږ او ایران دغیرقانوني او یو اړخیزوبندیزونو  قربانیان یوو .

 مادرو په دوام کې ووئيل ، ما په مارچ میاشت کې د یوه ایراني پلاوي هرکلی وکړ او په یوې ډيپلوماټيکې فضا کې مې ورسره خبرې وکړې ،  له هغه وخته تر دې دمه تماسونه دوام لري ، لویدیځ  داقتصادي جنګ په پيلولو او  د روسیې په بایکاټولو سره ستره تیروتنه کړې ده ، دغه درست اقدامات د بې ثباتۍ لامل شوي دي .

د ونزویلاولسمشر  همداراز ټينګار وکړ  باید دنړۍ مشران   په ډ يپلوماسۍ او سوله ایزو حل لارو سره  د اوکراین د شخړې  دحل او خبرواترو په لاره کې  ګام پورته کولو ته وبولوو، مونږ د نړۍ له هیوادونو غواړو ، چې  د فلسطین له ملت سره  لازیات پيوستون ولري ، فلسطین  پخپلې خاورې ا و ټاټوبي کې  د یوه خپلواکه هیواد دجوړولو  حق لري، مونږ  د فلسطین د موضوع په باب  د دباؤ لپاره د هیڅ یوه لوري  دباؤ نه منو او زر او یا په ځنډسر ه به  دغه آئيډیا بریالۍ وي .

 دونزویلان ولسمشر  سیمې ته پخپل وروستي سفر کې تهران ته راغی او  داسلامی انقلاب له معظم رهبر ، ولسمشر پشمول داسلامی ایران لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته وکړل او  ورپسې بیا دوحې ته لاړ او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ئې هم ولیدل .