د تهران چاپ نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خّپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د تهران چاپ له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
دا د تهران چا پ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ ، له بې وځلۍ ، فساد او توپیر سره په مبارزې کې له ولس سره له خپلي کړي ژمنې ته وفادار یم .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، راي الیوم خپرونې پخپل یوه راپور کې لیکلي دي ، د لبنان حزب ا... ولسی غورځنګ به د صهیونیسټي رژيم په ضد په راتلونکي احتمالي جنګ کې د درې دیرش ورځني جنګ په څیر نه وي او شپږ غافلونکي پلانونه ئې بشپړ کړي دي .
د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسف) ا دارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په نړۍ کې د کډه په سر ماشومانو شمیر د تیر میلادي کال په وروستیو کې شپږدیرش اعشاریه پنځه میلیون تنو ته رسیدلی ، چې دا د دوهم نړیوال جنګ راهسې تر دې د مه ثبت شوی ترټولو زیاته شمیره ده .
د سورئې سانا رسمي خبري آژانس د یو شمیر عکسونو په خپرولو سره راپور ورکړی ، امریکائي پوځیان په دغه هیواد کې په غنمو بار له څلویښتو ګاډو زیاته غلا کوي .
اروپا ته د روسیې د ګیسو د صادراتو له ډیرې کمیدا سره په یووخت ، په اروپائي هیوادونو کې د ګیسو د پیش بندۍ ګونګوسې آوریدل کیږي .
د امریکا پخواني ولسمشربیل کلینټن او پخوانۍ خارجه وزیره هیلري کلینټن په دې اند دي چې د امریکا ډیموکراسۍ د نابودۍ په درشل کې ده .
په داسې حال کې چې خبرونه په راتلونکي میاشت کې عربستان ته د امریکا دولسمشر دس فر خبر ورکوي ، جوزف بایډن مدعي شوی چې د محمد بن سلمان سره له لیدوکاتو لپاره عربستان ته نه ځي ، بلکې په یوې نړیوالې ناستې کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته سفر کوي .او دغه راز ئې دا هم وئيلي چې د جمال خاشقچي د قتل په باب مو سیاست بدل کړی نه دی.
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د ولسمشرۍ په څوکۍ د کيښناستو د لومړنۍ کلیزې په مناسبت پخپلې یوې وینا کې په ډاګه کړې ده ، راغلی یم څو د فساد له جوړښتونو سره جدي مبارزه وکړم .
ورځپاڼه په دوام کې لیکي،د امریکا د ټرمپ د جنجالي حکومت خارجه وزیر مایک پمپئو په سپين سترګیتوب سره وئيلی دي ، له ایران سره د جوزف بایډن دخبرواترو دلیل زما له درکه بهر دی .
په هندوستان کې دپوځ دنوي پلان په ضد د خلکو اعتراضونه اوج ته رسیدلي او په لسګونو ښارونو کې په سلګونو ګاډي او اورګاډي سوځول شوي دي .
د ایران د پارلیمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن یوه مسئول مقام په ډاګه کړې ده ، د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په ضدد ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس له پریکړه وروسته ، ایران له سیف ګارډز بهر خپلې درستې ژمنې د رولي دي .
نیوزویک خپرونې د امریکاولسمشر جوبایډن ته سپارښتنه کړې ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره لپاره دې عربستان ته د سفر په ځاي هر هغه لازم کار وکړي ، چې نړیوالو بازارونو ته د ایران د تیلو دستنیدا لپاره ضروري دي .
ورځپاڼې بیالیکلی دي،اروپائي اتحادیه هڅه کوي،د فارس خلیج د ملګرتیا شورا غړوهیوادوونو سره خپلې اړیکې لاپیاوړي کړي او دغه شان خپلې وسلې او سازوسامان ورباندې وپلوري.
دعراق کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په دیالي ولایت کې ئې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یو خطرناک او مهم کمانډر نیولی او پوښتنو ګرویږنو لپاره ورڅخه پلټنې روانې دي .
د الجزایر یوۀ لوړپوړي حکومتي چارواکي له اسپانیا سره داړیکو د عادي کولو هرډول احتمال رد کړی او وئيلي ئې دي ،داسې هیڅ ډول اراده نشته .
د افغانستان د بشری حقوقو د وضعیّت په باب د ملګروملتو ځانګړي رپورټر وئیلي دي ، د افغانستان د بشری حقوقو دوضعیّت د ښه کیدا په باب څه خاص کار نه دی شوی او په اړه به ئې بشپړ راپور په ستمبر کې مکمل شي .
د ملګروملتو د بشری حقوقو لوړ کمیشنر باچله وئيلي دي ، د اپیل نړیوال عدالت په افغانستان کې د احتمالي جرمنونو دتعقیبونې کار ته دوام ورکوي.
داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د ایران دا سلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وئيلي دي ، دقدس نیواکګر رژيم په درستې سیمې کې د ترور او ورانکاریو عامل دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د ایران د پارلیمان د ملی امنیت د کمیشن یوه مسئول مقام علی اکبر علیزاده په ډاګه کړې ، له لویدیځ سره له تضمین پرته موافقې له درندو تاوانونو پرته ، بل هیڅ له ځان سره نه دي درلودلي ، باید نور د لویدیځوالو پر دوکو ونه غولیږو. هغه همداراز دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس پر کړچار هم په نیوکو سره وئيلي دي ، دغه آژانس د یوه تخنیکي اورګان په ځاي یوه سیاسی اداره جوړه شوې ده او په فني او تخنیکي بحثونو پسې نه ده .
د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ په یوې مرکې خبرداری ورکړی ، په اوکراین کې د روسیې جنګ ممکنه ده تر کلونو پورې اوږد شي
د سیمې د چارو یو کارپوه او شناندی جعفر قنادباشي د ایران په وسیله دتیلو د کشتیو د جوړونې په تشریح کې ووئيل ، د ونزویلا لپاره د تیلی کشتۍ جوړیدا د امریکا د بدماشۍ او باؤؤ د دوران د پاي نښه ده .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، په اوکراین حمله سخته البته چې ضروري وه ،د حاکمیّت د ساتلو لپاره له ایټمي وسلو کارول هم ممکن دي .
د نیواکګر او وحشي صهیونیسټي رژيم او د ځينو عربو هیوادونو مصلحتي اتحاد به ډیر زر ناکام شي
د امریکا دخارجه وزارت ویندوي په یوه خبری کنفرانس کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء دخبرواترو په باب د ترټولو روستیو بدلونونو په باب ووئيل ، دایران دایټمي موضوع په زمینې کې دمختلفو سناریوګانو لپاره چمتو کیږو .
د افغانستان په کابل کې پرون پرله پسې درې چاودنې شوي چې وئيل کیږي ، دهندوانو درمسال ئې په نښه کړي او دیو شمیر کسانو وینه ئې بهولې ده ، داپه داسې حال کې دي چې وړمه ورځ په کندوز کې هم په جومات کې په یوې زورورې چاودنې کې په سلګونو لمونځ ګوزار چې د جمعې لمانځه په وخت دخداوندمتعال په درګاه کې سربسجود وو ، تکفیری ترهه ګرو، پخپلو وینو کې لیت پیت کړي دي.