امریکا دې په ایټمي خبرواترو کې لازیات نرمښت وښئ
له ټولو مشکلاتو سره سره ، نړیواله ایټمی موافقه تر دې دمه د احیاء وړ ده ، ددې چارې د تحقق لپاره امریکا باید له خپلې خوا لازیات نرمښت وښئ او په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو کړائ شوو ژمنو ته راوګرځي .
د ویانا په نړیوالو ایټمي خبرواترو کې د روسیې د مرکچي ټيم مسئول میخائيل اولیانوف په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې احیاء هماغه شان ممکنه ده او ددې کار لپاره باید امریکا له خپلې لازیات نرمښت وښئ .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ ،میخائیل اولیانوف بیګا د ایران د اسلامی جمهوریت له مرستیال خارجه وزیر علی باقري سره دخپلې کتنې په باب په ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د نظر دغه تبادله ، د ویانا دخبرواترو دلرلید او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اوسني وضعیّت په با ډير حرفه وي نظر وړاندې کیدل وو .
هغه په دوام کې و،ئيل زما ارزونه دا ده چې له ټولو مشکلاتو سره سره ، نړیواله ایټمی موافقه تر دې دمه د احیاء وړ ده ، ددې چارې د تحقق لپاره امریکا باید له خپلې خوا لازیات نرمښت وښئ او په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو کړائ شوو ژمنو ته راوګرځي .