د افغانستان له خاورې پر ازبکستان توغندي بریدشوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118138-د_افغانستان_له_خاورې_پر_ازبکستان_توغندي_بریدشوی
دغه توغندوي حمله په داسې حال کې شوې چې  په افغانستان کې  دطالبانو موقته حکومت په کرتو وئيلي دي،ددغه هیواد خاوره د ګاونډیو هیوادونو لپاره هیڅ  ګواښ نه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2022 07:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان له خاورې پر ازبکستان توغندي بریدشوی

دغه توغندوي حمله په داسې حال کې شوې چې  په افغانستان کې  دطالبانو موقته حکومت په کرتو وئيلي دي،ددغه هیواد خاوره د ګاونډیو هیوادونو لپاره هیڅ  ګواښ نه ده .

  فرانس پریس خبری آژانس راپور ورکړی،د ازبکستان خارجه وزارت نن سهار  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،پرون ناوخته ،د ازبکستان د ترمز ښار په هستوګنو سیمو باندې د افغانستان له خاورې پنځه توغندي لیګیدلي دي.  البته په دغې حملې کې کومې  مرګ ژوبلې نه دی اوښتي .

په راپور کې ويل شوي دي ، ددغې حملې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې ، خو له  دې مخکې هم  دافغانستان له خاورې په ازبکستان اوتاجیکستان  باندې  توغندوي حملې شوي  وې چې  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  ئې پړه په غاړه اخستې وه .

 د افغانستان له خاورې د ازبکستان او تاجیکستان پر خاورې  د داعشیانو توغندوي  حملې، ښئ چې پر نوروهیوادونو د حملې لپاره دافغانستان له خاورې د ترهه ګرو د استفادې په مخنیوي کې د طالبانو دموقته حکومت په کمزورتیا د ګاونډیو هیوادونو اندیښنه په بشپړ ډول  سمه ده .

په تیر اوړي کې  پر افغانستان د طالبانو له بیا سلطې وروسته،د سیمې په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو د طالبانو له موقته حکومته تر ټولو مهمه غوښته،د دوي پر امنیت د حملو او له خطرو سره دمخامخولو لپاره دترهه ګرو په تیره بیا دد اعشیانو  له استفادې مخنیوی  دی .