لویدیځ هیوادونه د اوږدې مودې لپاره د اوکراین ملاتړ نشي کولای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118312-لویدیځ_هیوادونه_د_اوږدې_مودې_لپاره_د_اوکراین_ملاتړ_نشي_کولای
فارس خبري اژانس وايي په داسې حالاتو کښې چې د روسیې پرضد د امریکا او د هغې د متحدانو دباونه دوام لري د امریکا یوې رسنۍ خبرداری ورکړ چې لویدیځ هیوادونه دغه توان نلري چې د اوږدې مودې لپاره له اوکراین څخه د ملاتړونو اوسنۍ سویې ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2022 00:06 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د اوږدې مودې لپاره د اوکراین ملاتړ نشي کولای

فارس خبري اژانس وايي په داسې حالاتو کښې چې د روسیې پرضد د امریکا او د هغې د متحدانو دباونه دوام لري د امریکا یوې رسنۍ خبرداری ورکړ چې لویدیځ هیوادونه دغه توان نلري چې د اوږدې مودې لپاره له اوکراین څخه د ملاتړونو اوسنۍ سویې ته دوام ورکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په یوې برخې کښې ویل شوي دي له دغه حقیقت سره سره چې ولسمشر جوبایډن ژمنه کړي ده چې تر هر وخت پورې چې ضروري وي د اوکراین په څنګ کښې دریږي هیڅوک دغه هیله نلري چې د واشنګټن د څلورپنځوس میلیارډه ډالرو مرستو په ختمیدا سره له اوکراین سره نور په میلیارډونو ډالره مرستې وشي.

د امریکا ډیموکراټ ګوند ته نږدې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبرداری ورکړ د واشنګټن چارواکي اعتراف کوي چې د امریکا او د اروپايي هیوادونو د وسلو ګودامونه او سلاکوټونه به د وخت په تیریدا سره کم شي او له اوکراین څخه د مادي ملاتړونو د اوسنۍ سویې ساتل به سخت کار وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه هیله کیږي له اوکراین سره د امریکا د ولسي جرګې کانګرس تصویب شوي پوځي مرسته به د راتلونکي میلادي کال تر دوهمو دریو میاشتو پورې دوام ولري.

روسیې د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه خپل سرحد ته نږدې د ناټو له لمسونکو اقداماتو وروسته په اوکراین کښې پوځي عملیات پیل کړل او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا نه یوازې په اوکراین کښې د جنګونو د بندولو او د تاوتریخوالو د کمولو لپاره کوم اقدام ترسره نکړ بلکې اوکراین ته د ډیرو  وسلو او تجهیزاتو په استولو او په روسیې باندې د دباونو په راوستلو سره یې د جنګ او د ناامنیو د زیاتولو کوشش هم کړی دی.

د اوکراین له پوځ سره د امریکا او د لویدیځو هیوادونو له هراړخیزه مرستو سره سره د اوکراین په ختیځو سیمو کښې د روسیې د پوځ پرمختګ هماغه راز دوام لري.