اروپا ته د روسیې دګیسو د صادراتو دریدا
جرمني ته د روسیې د ګیسو صادرات چې په بالټیک سمندر کې د نورډاسټریم -۱ پروژې د پایپ لاین له لارې ترسره کیږي ، تر لسو ورځو پورې درول شوي دي .
در وسیې ګازپروم شرکت چې په همداوروستیو کې ئې اعلان کړی دی ، د جرمني او کینیډائي شرکتونوله خوا دد ټرباینونو په تعمیر او ساتنې کې د ځنډ په دلیل ئې د نورډ اسټریم یو پایپ لاین دګیسو وړاندې کول دترپام وړ اندازې پورې کم کړي دي ، اوس ئې د اټومیشن تجهیزاتو او د میکانیکي پُرزو د آزمیښت پشمول د تعمیر اوساتنې په خاطر اروپا ته د روسیې د ګیسو د صادراتو د بشپړ دریدا خبر ورکړی دی . داپه داسې حال کې دي ، چې ماسکو په کرتو خبرداری ورکړی ؤ چې د لویدیځي هیوادونو د ځنډ او په ملګرتیاؤ کې لټي ، دغه پایپ لاین له لارې د ګسو د جریان د بشپړ دریدا سبب کیدلی شي .
نورډ اسټریم یو پروژه په کال کې دجرمني شمالی برخو ته د کابو پنځه پنځوس میلیارډ مکعب میټره ګیس او بیا له هغه ځایه مختلفو اروپائي هیوادونو ته منتقلوي ، چې دغه اندازه ، اروپا دلوئې وچې دګیسو څه دپاسه څلویښت فی صدي اړتیاته رسیږي .
د روسیې ګازپروم شرکت په وروستۍ فیصلې سره ، اروپا او په تیره بیا جرمني له جدي بحران سره مخامخ شوې ده . دوي د راتلونکي ژمي د ساړو شپو ورځو او دغه راز په اروپا کې د ګیسو د کمښت د اقتصادي اغیزو په باب اندیښمن دي . د ګیسو غوڅیدا سبب شوې ،څو اروپائي هیوادونه د ګیسو د هغو زیرمو له اندازې چې دژمي موسم لپاره ئې زیمره کړي دي ،استفاده وکړي .حتی ځينی اروپائي هیوادونه ، ددې په ځاي له نورو سرچینو څخه په استفادې سره د ډبرینو سکرو تولید ته دبیرته ګرځیدا په فکر کې دي ، لکه څنګه چې جرمني د ګیسو په مصرفولو کې د بچت لپاره اعلان کړی دی،د خپلو ډبرینو سکَرو بټۍ له چینل سره یو ځاي کوي .
د روسیې او اوکراین دجنګ په پيلیدا سره ، اروپائي هیوادونو د امریکا له سیاستونو څخه په پیروۍ سره له اوکراینه ملاتړ ته وارد شول او په دې لړ کې ئې دروسیې په ضد ډیر سخت بندیزونه ولګول . دغو هیوادونو ، له روسیې د ګیسو اوتیلو د اخستو د کمولو موضوع مطرح کړې او پر ماسکو ئې ددباؤ د اعمالولو په خاطر دګیسو داخستو دکمیدا خبرې کولې ، خو دغه بندیزونه تر دې دمه بریالي شوي او اپوټه نتیجه ئې ورکړې ده او اوس د هغو اروپائي هیوادونو لپاره شرائط ډير ترینګلي شوي دي چې دروسیې د انرژۍ له زیرمو سره ډير اړونده دي.
اروپا په تیرو میاشتو کې د روسیې په ضد دبندیزونو له امله د سونګو دبحران په دلیل ود ګیسو دبیَّو له ډير زیاتیدا سره مخ شوې ده .د جرمني د چارواکو په اند،ددغه هیواد د ګیسو دزیرمه کونې تاسیسات دمګړۍ یوشپیته فی صده دي چې ددغه موسم لپاره له معمولی حده ډیرکم شمیرل کیږي،او د روسیې د ګیسو دصادراتو د دریدا په بڼه کې به جرمني د یوازې د دوو میاشتو لپاره کافي ګیس ولري .
د جرمني د باوریا ایالت دصنائعو د ټولنې عمومي مدیر برترام بروسرټ په دې زمینې کې وئيلي دي ، دروسیې د ګیسو د وارداتو ناڅاپي کمښت په دغه هیواد کې د کابو پنځه اعشاره شپږ میلیون کارکسبونو د نابودئ سبب کیدلی شي .
په حقیقت کې به دګیسو بحران د اروپائي هیوادونو لپاره ډيرې پایلې ولري . د سونګو د بیَو زیاتیدا ، د تولید دلګښتونو ډیریدا، د اقتصادي ودې کمیدا او په دې پسې ، دانفلیّشن اوبیروزګارۍ له زیاتیدا سره په یووخت ، په نړیوال اقتصاد کې د اروپا د اقتصادي ځائيګي له لاسه ورکول، اروپا ته د روسیې د ګیسو دبهیر د غوڅيدا په جدي پایلو کې شمیرل کیږي .
د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربن خبرداری ورکړی ؤ اروپا د روسیې په ضد د بندیزونو په دلیل ، د یوه نړیوال اقتصادي بحران په درشل کې ده او له روسیې د ګیسو دو ارداتو ممنوعیّت د اروپا اقتصاد دنابودۍ په لور کاږلی شي .
اوس اروپا له یوه داسې جدي بحران او تریګلتیاؤ سره مخ ده چې د ټولنیزو اعتراضونو او حتی پخپلو کې د سره ویشل کیدا او د اروپائي اتحادئې د بیلیدا زمینه جوړونکي کیدلی شي . داپه داسې حال کې دي چې واشنګټن چې ، چې اروپا ئې له دغه نیابتي جنګ ته کاږلې ده ، ددې جوګه نه دی ، د انرژۍ له بحرانه د اروپا د ویستلو لپاره کوم اغیزشیندونکي اقدامات وکړي .
دغه وضعیّت ته په پام سره داسې ښکاري ، ددغه بهیر د دوام په بڼه کې د ګیسو جنګ د اروپا یا حتی د نړۍ دبدلونونو بهیر سره بدل کړي .