د روسیې په ضدلویدیځی بندیزونه به دنړۍ دځوړتیالامل شي
د روسیې مرستیال خارجه وزیر د خپل هیواد په ضد د لویدیځوالو د بندیزونو له امله د نړیوالې ځوړتیا د رامینځةکیدا په اړه خبرداری ورکړ .
د پیسو دنړیوالې بسپنې مشرې کیسټالینا جیورجیوا په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،مونږتمه کیږي ،دامریکااقتصادي وده سسته شي،او مونږ پوهیږو چې اقتصادي ځوړتیا ممکنه ده .
فائينیشنل ټایمز ورځپاڼې هم نن داقتصادانانو له قوله لیکلی دي،د انرژۍ په کمښت او د انفلیّشن په زیاتیدا سره،ځوړتیا په لور د امریکا او اروپا داقتصاد د واریدیدا خطره لازیاته شوې ده.
سپوټنیک خبری آژانس د روسیې د خارجه وزیر مرستیال سرګئ ورشینین د تل پاتې پراختیا د موخو دموضوع په باب په یوه سیاسی سیمنارکې پخپلې وینا کې ووئیل،د روسیې په ضد د یواړخیزو بندیزونو د اعمالولو د بحران د دوام لپاره د لویدیځي هیوادونو هڅه،په لویدیځي هیوادونو کې د انفلیّشن د زیاتیدا او دنړیوالې ځوړتیا سبب کیږي.هغه دغه راز روښانه کړې ده ،هغه تیروتني محاسبې چې لویدیځي هیوادونو له خوا ترسره شوي دي.د روسیې د ځانګړو پوځي عملیاتو له پیلیدا تریوې مودې پورې،د شیانو په نړیوالو بازارونو کې دبې ثباتۍ دڅپې د زیاتیدا سبب شوي دي .