د غدیرِ خُم نیکمرغه اختر مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118606
نن د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې اتلسمه نیټه د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خم د نیکمرغه اختر ورځ ده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 18, 2022 04:51 Asia/Kabul
  • د غدیرِ خُم نیکمرغه اختر مو مبارک شه

نن د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې اتلسمه نیټه د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خم د نیکمرغه اختر ورځ ده

غدیرِ خم د مکې او مدینې ترمینځ د هغې سیمې نوم دی چرته چې د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له حجة الوداع نه د ستنیدو په وجه د څه باندې یو لاک اصحابو په ټول کښې امام علي علیه السلام له ځانه وروسته د مسلمانانو ولي اعلان کړ.

رسول ا... مبارک له خپل وروستي حج نه د ستنیدو په وخت هغه ټولو مسلمانان چې حج ته تلي وو، په غدیر خم نومې سیمې کښې راغونډ کړل او هلته یې حضرت امام علي علیه السلام د خدای تعالی له خوا د خپل وصي، ورور او ځاې ناستي په توګه معرفي کړ.

حضرت محمد مصطفی(ص) د غدیر خم په مهمه خطبه کښې وفرمایل: د هر چا چې زه مولا یم، زما وروسته یې علي مولا دی.

د غدیر خم نیکمرغه اختر چې په اسلامي روایتونو کښې عیدالاکبر یعنې ترټولو ستر اختر نومول شوی دی، د ټولو الهي دینونو ترټولو ستر اختر بللی شو ځکه چې د خدای تعالی د ټولو رالیږلو پیغمبرانو د زحمتونو په دې ورځ نتیجه او میوه ورکړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت مومن ولس د غدیر د اختر په ورځ په مذهبي ځایونو کښې پر راغونډیدو او د مختلفو جشنونو پر ترسره کولو سربیره، د سیدانو ملاقات ته هم ځي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د امام علي علیه السلام مینه والو او د نړۍ ټول پتمنو انسانانو ته د غدیر خم د نیکمرغه اختر مبارکي وایو.