لیز ټراس او ریشي سوناک د لومړي وزارت لپاره سیالۍ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118734-لیز_ټراس_او_ریشي_سوناک_د_لومړي_وزارت_لپاره_سیالۍ_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي ریشي سوناک او لیز ټراس هغه کاندیدان دي چې په راتلونکي میاشت کښې به د بریتانیا د لومړي وزارت د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 21, 2022 05:02 Asia/Kabul
  • لیز ټراس او ریشي سوناک د لومړي وزارت لپاره سیالۍ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي ریشي سوناک او لیز ټراس هغه کاندیدان دي چې په راتلونکي میاشت کښې به د بریتانیا د لومړي وزارت د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړي.

د انګلستان د کنزرویټو ګوند د فراکسیون مشر ګراهام برډي پرون وویل په پرونیو رایو اچولو کښې د مالیې پخواني وزیر ریشي سوناک یوسل اوه دیرش، د دفاع پخواني وزیر پني مورډانټ یوسل پینځه او اوسنۍ خارجه وزیرې لیز ټراس یوسل دولس رایې ترلاسه کړې.

د بریتانیا د کنزرویټو ګوند د مشر د ټاکلو لپاره د رایو د اچولو له پینځم پړاو  څخه د پني مورډانټ په حذفیدا سره لیز ټراس او ریشي سوناک نهايي پړاو ته لاره موندلي ده او په دې ډول د  انګلستان د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي.

د رایو د اچولو د نتیجو په اپوټه چې د انګلستان د کنزرویټو ګوند د استازیو لخوا د ریشي سوناک د تائیدیدا ښودنه کوي خو ترسره شوي نظر سنجې وايي چې هغه د کنزرویټو ګوند په عمومي غړیو کښې زیات محبوبیت نلري.