امریکا په سیسټاماټیک ډول د نابودۍ په حال کښې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118924-امریکا_په_سیسټاماټیک_ډول_د_نابودۍ_په_حال_کښې_ده
زمونږ خبریال وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د واشنګټن د نړیوالې سلطې په ختمیدا باندې اعتراف سره وویل همدا اوس زمونږ هیواد په سیسټاماټیک ډول د له مینځه تلو په حال کښې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 07:20 Asia/Kabul
  • امریکا په سیسټاماټیک ډول د نابودۍ په حال کښې ده

زمونږ خبریال وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د واشنګټن د نړیوالې سلطې په ختمیدا باندې اعتراف سره وویل همدا اوس زمونږ هیواد په سیسټاماټیک ډول د له مینځه تلو په حال کښې دی.

هغه په فلوریډا ایالت کښې په یوې غونډې کښې د امریکا د اوسني  حکومت په سیاستونو باندې نیوکې سره وویل د جوبایدڼ د حکومت د ناکارنده سیاستونو په وجه په داسې ملت بدل شوو چې نور په ټوله دنیا کښې څوک د امریکا احترام نه کوي.

ټرامپ وویل مونږ داسی ملت یوو چې له ډیرو اړخونو په یوې شوخۍ او ټوکې بدل شوي یوو.

د امریکا پخواني ولسمشر ټرامپ له اوکراین سره د امریکا بې شمیره مالي او وسله والو مرستو ته په اشارې سره وویل امریکا په خپله دومره له مشکلاتو سره مخامخ ده چې وغواړي له روسیې سره په جنګ کښې اوکراین ته مالي او وسله والې مرستې واستوي.

ټرامپ مخکې هم د اوکراین د جنګ په هکله د جوبایډن د حکومت په سیاستونو نیوکه کړي وه او ویلي یې وو ممکنه ده دغه سیاستونه د دریم نړیوال جنګ د رامینځټه کیدا سبب شي کوم به له پخوانیو نړیوالو جنګونو سره تفاوت ولري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او د ای بي سي نیوز ټیلي ويژن نوي نظر سنجیانې وايي چې د امریکا اوه څلویښت فیصده خلک د اوکراین د جنګ په اړه د جوبایډن په کړچار خپه او یوازې دوه څلویښت فیصده بیا راضي دي.

د امریکا اته شپيته فیصده خلک بیا وايي چې د انفلاسیون د کنټرول په زمینه کښې د جوبایډن په کړچار خپه دي او یوازې اتویشت فیصده بیا د هغه کړچار تائیدوي.

د لویدیځې اسیا په ځینو هیوادونو کښې د امریکا د سیاستونو ماتي، له افغانستان څخه د امریکا وتل، په عراق او سوریې کښې د واشنګټن د سیاستونو ماتي، د اوکراین جنګ او د روسیې پرمختګونه ، د نړیوال اقتصاد په ډګر کښې د چین قدرتمن شتون او د دغه هیواد د سیاسي نفوذ زیاتیدل سبب شوي دي چې د امریکا د یوې قطبي نړۍ پړاو عملا پاې ته ورسیږي په دې ډول چې همدا اوس نور په نړۍ کښې د امریکا دریځونه څوک نه مني.