روسیې د افغانستان د ډالرو کنګل کول غلا وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119028-روسیې_د_افغانستان_د_ډالرو_کنګل_کول_غلا_وبلله
د افغانستان جمهور خبري اژانس راپور ورکړ د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې د افغانستان د امنیت او د اقتصادي پراختیا په نړیوالې غونډې کښې د روسیې استازي ضمیر کابلوف د امریکا لخوا د افغانستان د ډالرو د زیرمو کنګل کول غلا وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2022 00:24 Asia/Kabul
  • روسیې د افغانستان د ډالرو کنګل کول غلا وبلله

د افغانستان جمهور خبري اژانس راپور ورکړ د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې د افغانستان د امنیت او د اقتصادي پراختیا په نړیوالې غونډې کښې د روسیې استازي ضمیر کابلوف د امریکا لخوا د افغانستان د ډالرو د زیرمو کنګل کول غلا وبلله.

ضمیر کابلوف وړمه ورځ په تاشکند کښې د افغانستان د امنیت او د اقتصادي پراختیا په نړیوالې غونډې کښې  د افغانستان د  خلکو ناوړه حالت ته په اشارې سره وویل په داسې حال کښې چې په دغه هیواد کښې هر وګړی له یو ډالر څخه کم عاید لري د امریکا لخوا  د افغانستان د خلکو د پیسو کنګل کول چې باید د افغانستان د خلکو د اقتصادې ودې لپاره استعمال شي   یوه غلا ده.

هغه وویل په افغانستان کښې د امریکا او د هغې د متحدانو د ملاتړ وړ حکومت چې شل کاله یې واک په لاس کښې درلود داسې حکومت و چې د رشوت د اخیستلو پراساس یې عمل کاوه.

د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ډاګینه کړه د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت لوړرتبه چارواکي اوس تښتیدلي دي او د دغه حکومت د کړچارونو له کبله رسیدلي تاوانونه باید د امریکا او د هغې متحدان جبران کړي.