د تهران-کربلا ترمینځ اورګاډی روانیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119052-د_تهران_کربلا_ترمینځ_اورګاډی_روانیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ریلوی عامل مدیر وویل: د تهران نه د خرمشهر، شلمچه او بصره له لارې کربلا ته مسافري اورګاډی ډیر زر تګ راتګ پیلوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2022 10:22 Asia/Kabul
  • د تهران-کربلا ترمینځ اورګاډی روانیږي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ریلوی عامل مدیر وویل: د تهران نه د خرمشهر، شلمچه او بصره له لارې کربلا ته مسافري اورګاډی ډیر زر تګ راتګ پیلوي

د ایرنا د خبر له خې سید میعاد صالحي نن د ایران په سویل کښې د شلمچه سرحدي اډې د کتنې ترڅنګ زیاته کړه: په دغې لارې کښې څه باندې ۳۲ کیلومیټره پاټلۍ نه لري چې په دې وجه به مسافران په لنډمهاله توګه له تهران نه تر شلمچې پورې په اورګاډي کښې ځي او له هلته نه به په بسونو کښې بصرې ته او بیا به کربلا ته بوول کیږي.

صالحي وویل چې د دغې ترکیبي لیکې په پیلیدو سره به عراقي زیارتوال هم په اورګاډي کښې قم او مشهد ته راځي او داشان به پر مسافرو سربیره عراق ته د سامانونو د منتقلولو امکان هم برابر شي.

د ایران د ریلوی عامل مدیر د شلمچې او بصرې ترمینځ د پټلۍ د نشتوالي په هکله هم وویل چې د ایران د حکومتي کابینې د مصوبې له مخې، د دغې پټلۍ د جوړیدو تعقیبونه د ایران د ریلوی په غاړه ده.

هغه زیاته کړه چې د شلمچه-بصره ریل پټلۍ د مینونو رایستلو، د ځمکې اخیستلو او په اروند سیند باندې د پل تړلو ته اړتیا لري.