د اسلامی حقوقو او انسانی کرامت ځانګړی ورځ
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د اسلامی بشری حقوقو او انساني کرامت د ځانګړي ورځې په مناسبت له مخصوص مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د اسلامی ملګرتیا موسیسې په ۳۸۷لمریزکال کې،یعني په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ایران داسلامی جمهوریت په وړاندیز سره،د د اسلامی بشری حقوقو او انساني کرامت د ورځې په توګه د اګست پنځمه نیټه،د اسلامی بشری حقوقو داعلامیې د تصویبیدا دکلیزې په توګه تصویب کړه.
ددغې موافقې په اساس،وټاکل شوه چې اسلامی هیوادونه هرکال دغه ورځ دخپلو هیوادونو په سویه ولمانځي. ددغه شان ورځې نمانځنې څخه موخه،په اسلامی هیوادونو کې ددغه حق او دغه راز په دغو هیوادونو کې د بشری حقوقو داجرائي کیدا او لوړتیا دلارو چاروپر اجرا ټينګار دی .
دوستانو،بشری حقوق دهغه تر ټولو اساسي او لومړني حقوق دي چې هر انسان په شخصي او فطري توګه په هرځاي کې چې وي ،پاید ورڅخه برخمن شي . نن سبایو هغه تر ټولو مهم بحث چې د ملتونو له عمومي افکارو سره ډیره نزدې رابطه لري ، دبشری حقوقو رعایتول دي، په دې توګه چې دنړۍ حکومتونه لازیاته هڅه کوي وبریښوي د دوی په حکومت کې،د بشری حقوقو خلاف ورزي نه کیږي او دوي،ددغه اساسي اصل واقعي مدافعان دي،څو حاکمیّت او واکوالي ئې رواوالی ولري او نړیوال مشروعیّت ترلاسه کړي .
د لویدیځ په نړیوالو حقوقو کې د بشری حقوقو موضوع،هیڅ جرړه ایزه مخینه نه لري او اتلسمې پیړۍ ته یعني ۱۷۸۹کال ته و رګرځي چې د بشری حقوقو لومړنۍ اعلامی،د فرانسې له لوي انقلابه وروسته،په یوې مقدمې او اولسو مادو کې خپره شوه.د بشری حقوقود موضوع جدي مطرح کیدا، البته له دوهم نړیوال جنګه وروسته کلونو ته ورګرځي. دهغو جنایتونو او غمیزو په دلیل چې په دوهم نړیوال جنګ کې ترسره شوي،د حکومتونو اونړیوالې ټولنې ترمینځ له دغه حقه دنوي درک لپاره زمینه برابره شوه او د جنګ له ختمیدا لنډ و خت وروسته یعني په ۱۹۴۸کال کې،د ملګروملتو د غړو هیوادونو د حکومتونو له خوا د ؛بشری حقوقود کمیشن؛په نامې سره یو کمیشن پابنده شو څود بشری حقوقو په زمینې کې مسوده برابره کړي.دغه کمیشن پخپلې دریمې غونډې کې د بشری حقوقو اعلامیه برابره کړه چې عمومی اسبملۍته وړاندې او د ۱۹۴۸کال د دسمبر په لسمه نیټهد ملګروملتو عمومی اسبملۍتصویب کړه.
دبشری حقوقو نړویاله اعلامیه په داسې حال کې تصویب شوي چې لویدیځي نړۍد اسلام په دین کې د بشری حقوقو له ماهیّته هیڅ اطلاع نه درلوده. دغه حقیقت مشهور انګریزموَرخ او ټولن پيژاند رابرټ بریفلټ تايد کړی دی او باؤري دی؛د درستو انسانانو او پر عمومي رایو او شورا مشتملو حکومتونو لپاره د آزادۍ آرمانونه،چې د فرانسې دانقلاب الهام بخښونکي او د امریکا د اساسی قانون د بڼه موندلو د لارښونې او حقوقو اعلامیه وه او ددغو آرمانونو سرچینه په قرآن کریم کې ده.دغه آرمانونه زیاتره هغه آئيډیاوې دي چې چې د مینځنیو پیړیو اروپائي روڼ اندو،په څو پيړیو کې،له مختلفو چینلونو له لارې ،یعني د آسپانیا او سیسل د مسلمانانو او دصلیبی جنګونو په څیر له اسلامه اخستي دي .
د انساني کرامت په شان آرمانونه، چې د بشری حقوقو په نړیوالې اعلامیې کې ورباندې ټینګار شوی ، د اسلام په دین کې دبشری حقوقوتر ټولو مهم اصل او اساس دی .د قرآن کریم داسراء سورې اویایم آیت چې فرمائي ؛بې شکه د آدم بچیانو ته مو کرامت وبخښۀ، دې حقیقت ته اشاره کوي. په قرآن کریم کې د بشری حقوقو اهمیّت تر دې اندازې دی چې دوه سوه څلور اویا ځله د حق له ټکي او کابو یو سل پنځوس ځله د انسان ، بشر او آدم له اساسی کلمو استفاده شوې ده . دغه اساسی کلمې په قرآن کریم کې هغه مهال راغلي چې لویدیځ په مینځنیو پيړیو کې شپې سبا کولې .
د اسلام په پاک دین کې د جنس او توکم او رنګ او نسل په څير عوامل د هیڅ برلاسي عامل نه دی،بلکې د د توکمیز توپیر پرته هغه معیار، چې انسان ته ، یو ارزښت ورکوي ،تقوا ده. دغه معیار دانسان له ذاتي کرامت سره ډير نزدې ارتباط لري او د بشری حقوقو دآرمانونو پوره کیدا آسانوي او تضمینوي ئې؛ ځکه په اصل کې تقوا یوه باطني او معنوي چاره ده او دسلطه غوښتنې او ناوړه استفادې لپاره عیني ځانګړنه نشي کیدلی، دوهم ، تقوا دبلوا اوبغاؤت په مقابل کې او دانسان دارزښت او کرامت حقیقي ساتونکي ده.د بشریّت دتاریخ ارزونه ښئ هرچرته شهوت،غوسه او تاؤتریخوالی راپورته شوي او پر تقوا ئې غلبه کړې ده،نو انساني ارزښت او کرامت چخڼي شوي او جنګ او جنایت او وینې بهولو غلبه کړې ده .
د قرآن کریم په زړه پورې تعبیرونه ددې واقعیّت ښودنه کوي چې ددغه الهی دین په ذات کې د انسانانو اوانساني کرامت ترمینځ د حقوقو رعایتول او ساتل دی. داپه داسې حال کې دي چې په اوسمهاله نړۍ کې دبشری حقوقو ټکی له دې زیات چې یوه اخلاقي او حقوقي جنبه او اړخ ولري،سیاسی اړخ ئې پيدا کړی دی.لویدیځي نړۍ تل هڅه کړې ده، د اسلامی هیوادونوپشمول د نورو ملتونو پر کلتور په سترګو پټولو سره پر نړۍ د بشري حقوقو په پوښښ کې لیبرل ارزښتونه وتپی. په تیره بیا په وروستیو څو لسیزو کې د بشری حقوقو موضوع سوکه سوکه دنړیوالو قدرتونو له خوا په مختلفو هیوادونو په تیره بیا په اسلامی هیوادونو دسلطې لپاره د یوې حربې او اړم په توګه ئې ورڅخه ناوړه استفاده کړې ده.له بل پلوه په اوسنۍ نړۍ کې جنګ،ترور، بمبارئ،تیري او لومړني انساني حقوقو چخڼي کول هغه ظلمونه دي چې مسلمانان ورسره لاس او ګریوان دي او اصلي علت ئې ، دهغو ادارو حقوقوي او څارونکي کمزورتیاوې دي چې د بشری حقوقو ددفاع له شعارونو ئې د نړیوالې ټولنې غوږونه درندۀ کړي دي .
د بشری حقوقو دنړیوالې اعلامیې د ناکارندوالي په ارزونې کې ډير زیات علتونه مطرح شوي دي،چې په هغو کې د پنځون د هستۍ له هماغه پیله د بشری حقوقو د نړیوالې اعلامیې غفلت دی چې ټينګار کوي،انسان آزاد نه پنځول کیږي،بلکې آزاد دینا ته راځي .ددغې اعلامیې بنسټګرانو دغه لفظونه کارولي دي څو پنځون او د انسان پنځونکي ته هیڅ اشاره ونه وکړي.پردې اساس روښانه ده چې دخدای ضده او اومانیسټي چورلیز نظر،پر لوړو انساني ارزښتونو اغیزې شیندي او مونږ وینو چې د تاریخ په اوږدو کې ځينو واکوالانو په مظلومو مسلمانو او غیرمسلمانو انسانانو باندې ډير زیات ظلمونه کړی دي،خو له دې ورتیر چې د بشری حقوقو د اعلامیې د بنسټګرو هیوادونو له خوا ددغو ظلمونو په ضد هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودل شوی.
د بشري حقوقو په نړیوالې اعلامیې کې د اسلامی احکامو پر معنوي اړخونو سترګو پټول او د بشر مادي او طبیعي حیات اړخونو ته مخه کول او دهغو کړاؤنو او ظلمونو په وړاندې بې پروائي چې پر مسلمانانو واردیږي ،اسلامی هیوادونه ئې دې ته اړ کړل څو د لویدیځ د سیاسی او کلتوري بدماشۍ او زیات غوښتې په وړاندې،د اسلام ددین په اساس دبشری حقوقو قوانینو اومقررات برابر او تصویب کړي . پر پنځویشتو مادو مشتمله د اسلامی بشری حقوقو اعلامیه،په ۱۹۹۰کال کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو په وسیله تصویب شوه.دهغه څه په اساس چې ددغې اعلامیې په مقدمې کې راغلی دي،د اسلامی بشری حقوقو داعلامیې دبرابرولو تر ټولو مهمه انګیزه،د اسلامی تل پاتې شریعت د ارزښتونو تحقق دی.ددین، ژوند،پوهې، ناموس،مال او نسل پاسداري اوپه درستو احکامو او دریځونو کې میانه روی هغه موردونه دي چې د اسلامی بشري حقوقو په اعلامیې کې روښانه شوي دي.داسې شریعت،چې معنویات او مادیات سره پخپلو کې یوځاي کوي او د حقوقو او دندو ترمینځ یو ډول انډول رامینځةکوي او د شخصي حرمت او عمومی مصلحت ترمینځ ښه رابطه ټینګوي.په اسلام کې بشري حقوق،په سمې عقیدې سره،یعني په خداي او شریعت باندې په ایمان سره پیاوړی ارتباط لري.د انسان یو ډول وحدت هم په همدې عقیدې او ایمان مشتمل دی.رنګ،نسل،ملیّت، د انسانانو پر یوه بل د ویاړ او لابرلاسي معیارنه دی،بلکې د دوي ترمینځ دملګرتیا او پيژندګلوۍ یوه وسیله ده. پر دې اساس پوهیدلی شو چې اسلامی بشری حقوقیوه هدفمنه فلسفه ده او هرڅهد خداوندمتعال او د هستۍ د خالق پر چورلیز دي.په داسې حال کې چې په لویدیځي تفکراتو کې،بشری حقوق له انسان پالو تفکراتو اغیزمن دي اودقیقا په همدې دلیل ده چې د لویدیځ په اوسنۍ نړۍ کې،انساني ارزښتونه سوکه سوکه د زیات غواړو او ګټه غواړو دتوجیهاتو په چوکاټ کې دفن کیږی او دبشری حقوقو داصولو بنیادي ستنې،دځوړتیا او له مینځه تلو په حال کې دي. لویدیځي بشری حقوق اوس په آسانۍ سره،د اقتدار پالو حکومتونو د مشرانو د سیاسی ګټو د پرمخ بیولو لوبتکه او لاسوند کیدلی شي .
په حقیقت کې داسلامی بشری حقوقو اعلامیه،په نړیواله سویه د انسانانو دحقوقو په باب ددغه الهي دین د لیدتوګو او نظرونو بیانول او د اسلامی هویّت نندارې ته د وړاندې کولو لپاره دسالامی ټولنې له خوا یوه هڅه ده . پر دې اساس، نن سبا د اسلامی ملګرتیا موسیسې غړي هیوادونه،باید د انسانانو د ژغورونکي یوازینۍ لارې په توګه نړیوالو ته داسلام ددین نړیوال اعلان او ددغې اعلامیې د مادو دمعرفي کولو لپاره یو لړ ښه ، غوره او اغیز شیندونکي اقدامات ترسره کړي .
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د اسلامی بشری حقوقود ورځې په مناسبت د مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت واخلو،باید ووایو چې PARSTODAY.COM/PS انټرنیټي ایډریس هم درسره نوټ کړي او د سیمې او نړۍ له تازه او روستیو پیښو ځانونه خبر کړئ ، نو له خداي پاک در ته له سلامتیا ډک ژوند غواړو ،بریالي او سوکاله ووسئ.
(سیماب)
*********************** ****************** **********