د حضرت اباعبدالله الحسین(ع)د شهادت په مناسبت تسلیّت ومنئ
نن په ایران او ځينو اسلامی هیوادونو کې د عاشورا ورځ لمانځل کیږي ، په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکي دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .
د عاشورای حسیني دشبې دعزادارۍ دستورې اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره په امام خمینی امامباړې کې ترسره شوې
زمونږخبریال راپور راکړ،په د غو دستورو کې حجةالاسلام کاظم صدیقي دخداي یاد دمومن دزړه آرامښت او طمانینه سبب وبالۀ او وې وئیل ، دنفس مطمئنه تر ټولو روښانه مصداق چې په قرآن کریم کې هم یاد شوی دی ،د حضرت سید الشهدا امام حسین علیه السلام مقدس وجود دی .په دغو دستورو کې میثم مطیعي هم مرثیه او مقتل خواني او ماتم وکړ.


داپه داسې حال کې دي چې په درست اسلامی ایران کې د عاشورا په شپه خلکو په پرتم سره ویر او ماتم وکړ او له اهل بیت علیهم السلام سره ئې خپله مینه او عشق نندارې ته وړاندې کړ او دغه راز ئې وښودله چې دهر ظالم او استبداد په مقابل کې ددریدا درس له هماغه د کربلا له پاڅونه اخستل شوی او تر قیامته به د شهیدانو دسردار حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون یاد او خاطره ژوندئ وي .
نن په ایران او ځينو اسلامی هیوادونو کې د عاشورا ورځ لمانځل کیږي ، په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکي دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .