د هندوستان د واکمن ګوند استازی ونیوی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120024-د_هندوستان_د_واکمن_ګوند_استازی_ونیوی_شو
د هندوستان د واکمن ګوند یو نماینده د اسلام د ګرانقدره پيغمبر په شان کښې له سپکو څرګندونو وروسته ونیوې شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2022 07:38 Asia/Kabul
  • د هندوستان د واکمن ګوند استازی ونیوی شو

د هندوستان د واکمن ګوند یو نماینده د اسلام د ګرانقدره پيغمبر په شان کښې له سپکو څرګندونو وروسته ونیوې شو

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي په مشرۍ د واکمن بي، جی، پي ګوند د استازی راجا سنګ له خوا د اسلام د مبین دین او د رسول الله مبارک خلاف  سپکې څرګندونې د دغه هیواد په حیدر آباد کښې د سختو اعتراضونو لامل وګرځیدې او هندي پولیس یې د دغه نماینده نیولو ته مجبور کړل.

راجا سنګ بیګا په یولړ څرګندونو کښې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر(ص) خلاف د بي، جی، پي ګوند د معلق شوې ویاندوې ناپور شرما سپکې خبرې تکرار کړې وې.

دغه څرګندونې په حیدر آباد کښې د اعتراضونو له یوې پراخې څپې سره مخامخ شوې. معترضینو د سړکونو په بندولو او د پولیس سټیشن مخې ته په راغونډیدو سره د دغه استازي د نیولو غوښتنه وکړه چې له امله یې پولیس د هغه نیولو ته مجبور شول.