د بخښنې نړیوال سازمان په طالبانو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120038-د_بخښنې_نړیوال_سازمان_په_طالبانو_نیوکه_وکړه
د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو لنډمهاله حکومت د خپلو کړو ژمنو په خلاف ورزۍ تورن کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2022 09:19 Asia/Kabul
  • د بخښنې نړیوال سازمان په طالبانو نیوکه وکړه

د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو لنډمهاله حکومت د خپلو کړو ژمنو په خلاف ورزۍ تورن کړ

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د یو کال له تیرولو ورسوته اوس د نه ستنیدونکې ویرانۍ په درشل ولاړ دی.

دغه سازمان په خپل ویب سایټ او ټولنیزو شبکو کښې د یو لیک په شریکولو سره له خلکو او د بشري حقوقو له مدافعانو وغوښتل چې دغه لیک تایید کړي

دغه سازمان په خپور کړي لیکي کښې راوړي چې طالبانو په تیر یو کال کښې نه یوازې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی بلکې د تشدد لړۍ یې دوباره پیل کړې او په بشپړ خوندیتوب سره یې د بشري حقوقو خلاف ورزي کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کښې د ښځو د حقوقو خلاف ورزۍ ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې طالبانو په دې یو کال کښې له بشري حقوقو د ملاتړ لپاره مهم ارګانونه په سیسټماټیکه توګه منحل کړي او د بیان آزادي، عادلانه محاکمه او داسې نور حقوق یې تر دباؤ لاندې ساتلي دي.