روسیې د مذهبي کتابونو په چاپولو بندیز ختم کړ
Sep 07, 2022 12:14 Asia/Kabul
رشیا پوسټسن خبري سایټ راپور ورکړ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دیني کتابونو په چاپولو او ترجمې باندې بندیز ختم کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه حکم کښې په هیواد کښې د اسلامي مذهبونو د ټولو کتابونو په ویشلو ، چاپولو او ترجمې باندې سل کلن بندیز لغو کړ.
پوتین دغه راز په روسي ژبه د «صحیح بخاري» د کتاب ژباړلو او چاپولو او په خلکو باندې په مفت ډول د دغه کتاب د ویشلو اجازه هم ورکړي ده.
«صحیح بخاري» کتاب چې په اوه نوي ټوکونو او درې زره او څلور سوه پنځوسو بابونو کښې تدوین شوی دی او څلورزره حدیثونه لري د اهل سنتو دیني کتاب ګڼل کیږي.
د پخواني شوروي اتحاد پخواني مشر ودلایمیر لینن په نولس سوه یویشتم میلادي کال کښې د اسلام دین د کتابونو په چاپولو ، ترجمه کولو او ویشلو باندی بندیز لګولی و.