د ربیَع الاول مبارکه میاشت دې پر ټولوبختوره وي
(last modified Wed, 28 Sep 2022 00:02:20 GMT )
Sep 28, 2022 04:32 Asia/Kabul
  • د ربیَع الاول مبارکه میاشت دې پر ټولوبختوره وي

د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په ربیَع الاول میاشت کې درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته  نیکمرغي او سلامتي غواړي.

 که څه هم  په ټولو میاشتو کې خداوندمتعال تل پر انسانانو خپل برکتونه آسان کړي دي او درستې شپې ورځې برکتناکې دي ، خو ځيني میاشتې او شپې ورځې،په مسلمانانو کې له ډيرو خوشالیانو او ځانګړنو برخمنې دي.

ربیَع الاول میاشت هماغه شان چې له نامې هم مشخصه ده ،دمیاشتو پسرلی دی ، دغه میاشت په مسلمانانو کې په ښادئ او  سرور مشهوره ده .

د اسلام د ګران پيغمبر(ص)، حضرت امام جعفرصادق(ع)نیکمرغه زوکړې او د حضرت امام مهدي(ع) د امامت پيل په همدې میاشتې کې دي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د ربیَع  الاول میاشت د فضیلت په باب فرمائيلي دي؛ ربیَع الاول میاشت ،دکلمې په حقیقي معنا، د ژوند پسرلی او دحیات ربیَع ده،ځکه  په دغې میاشتې کې د پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) مقدس وجود او همداراز د هغه بزرګوار د یوه لمسي حضرت امام جعفرالصادق علیه السلام نیکمرغه زوکړه پکې واقع شوې  او د پيغمبر  اکرم نیکمرغه زوکړه، دهغو ټولو برکتونو پیلامه ده چې خداوندمتعال د بشریّت لپاره  مقدر کړي دي.::

د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي د ربیَع الاول میاشتې رارسیدا درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته  نیکرغه او مبارکه غواړي.

 

ټیګونه