د امریکا هیمارس توغندوي سیسټم ناکارنده بلل شوی
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کښې د هیمارس توغندوي سیسټم چې امریکا اوکراین ته ورکړی دی له ناکارندوالي پرده پورته کړه.
په اوکراین کښې د جنګ له پیل راهسې لویدیځو هیوادونو او په تیره بیا امریکا په دغه جنګ کښې له نیغ په نیغه لاس وهلو ډډه کړي ده خو اوکراین ته وسلې ، مهمات ، تجهیزات او سونګ رسوي.
روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول د جنګ د اوږدیدا سبب کیږي او ماسکو حتی خبرداری ورکړی دی چې د روسیې ځواکونه په بالقوه ډول په دغو وسلو باندې بریدونه کولای شي.
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اوکراین د پوځي قومندانانو په قول وویل د امریکا هیمارس توغندوي سیسټم د روسیې پرضد جنګ کښې ماتي خوړلي ده.
د امریکا د هیمارس توغندوي لومړی سیسټم د جون په درویشتمه نیټه اوکراین ته ورسید چې کي یف له هغه د روسیې د ځواکونو پرضد استفاده وکړي.
ویل کیږي د امریکا او د اروپايي هیوادونو د مهماتو او د وسلو انبارونه چې دوې یې د اوکراین جنګ ته استوي د ختمیدا په حال کښې دي.