د اروپا خلکو په اقتصادي مشکلاتو اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121798-د_اروپا_خلکو_په_اقتصادي_مشکلاتو_اعتراض_وکړ
روسیا الیوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د اروپا د یوشمیر هیوادونو خلکو په اقتصادي کړکیچ، د انرژۍ د لګښتونو په زیاتیدا او د شیانو د بیو په ډیریدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2022 01:37 Asia/Kabul
  • د اروپا خلکو په اقتصادي مشکلاتو اعتراض وکړ

روسیا الیوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د اروپا د یوشمیر هیوادونو خلکو په اقتصادي کړکیچ، د انرژۍ د لګښتونو په زیاتیدا او د شیانو د بیو په ډیریدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د جرمني خلکو د برلین په شمول د هیواد په یوشمیر ښارونو کښې د حکومت په سیاستونو، د انرژۍ د بیو په زیاتیدا باندې د اعتراض کولو  او اوکراین ته د وسلو له استولو سره د مخالفت کولو لپاره مظاهرې وکړې.

د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې هم د شیانو د بیو په زیاتیدا باندې د اعتراض کولو لپاره خلکو مظاهرې وکړې او هغوې په روسیې باندې د لویدیځو هیوادونو د تپل شویو بایکاټونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.

د هالینډ هیواد خلکو هم د حکومت په سیاستونو او د انرژۍ د بیو په زیاتیدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

له بلې خوا د بریتانیا ښارونه په تیرې شنبې ورځ د اورګاډو د کارکونکو د ستر کاربندیز کتونکي وو کوم چې په تیرو څو لسیزو کښې تر ټولو ستر کاربندیز ګڼل کیږي.

په اوکراین کښې د روسیې د جنګ په علت د ماسکو پرضد د امریکا او د لویدیځو هیوادونو بایکاټونه په اروپايي هیوادونو کښې د انرژۍ د کړکیچ سبب شوي دي او د دغو اروپايي هیوادونو ډیرې صنایع د انرژۍ د لوړو لګښتونو په ورکولو کښې د بې وسۍ په علت د دیوالیه کیدا له خطر سره مخامخ دي.

امریکا او اروپايي هیوادونه اوکراین ته د وسلو او د ټولې دنیا د ترهګرو په استولو سره د جنګ د اوږیدا هڅه کوي چې د روسیې اقتصاد ته تاوان ورسوي.

د روسیې عسکرو تراوسه د اروپايي هیوادونو ډیر ترهګر نیولي هم دي او  څو ورځې وړاندې یې لس ترهګر د عربستان په مینځګړیتوب سره خوشي کړي هم وو.