امریکا د نورډ سټریم د ګازو د نل لیکې مسووله ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121800-امریکا_د_نورډ_سټریم_د_ګازو_د_نل_لیکې_مسووله_ده
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د سویزرلینډ یوه پخواني استخباراتي افسر« ژاک بو» امریکا د نورډ سټریم د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې د وروستیو چاودنو احتمالي ګرمه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2022 01:48 Asia/Kabul
  • امریکا د نورډ سټریم د ګازو د نل لیکې مسووله ده

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د سویزرلینډ یوه پخواني استخباراتي افسر« ژاک بو» امریکا د نورډ سټریم د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې د وروستیو چاودنو احتمالي ګرمه وبلله.

هغه وویل داسې سندونه شته چې امریکا د نورډ سټریم یو او د نورډ سټریم دوه د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې د امریکا د لاس لرلو ښودنه کوي.

د سویزرلینډ د استخباراتي ادارې پخواني افسر ژاک بو دغه راز وویل پولینډ او اوکراین دې ته په پام سره چې له خپلې خاورې د ګازو د انتقال لپاره یې سخته لابۍ کړي ده او له لومړیو څخه  د ګازو د انتقال د نورډ سټریم  نل لیکې له جوړیدا سره مخالف وو د دغه پیښې ګرم هیوادونه کیدلای شي.