امریکا د نورډ سټریم د ګازو د نل لیکې مسووله ده
Oct 03, 2022 01:48 Asia/Kabul
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د سویزرلینډ یوه پخواني استخباراتي افسر« ژاک بو» امریکا د نورډ سټریم د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې د وروستیو چاودنو احتمالي ګرمه وبلله.
هغه وویل داسې سندونه شته چې امریکا د نورډ سټریم یو او د نورډ سټریم دوه د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې د امریکا د لاس لرلو ښودنه کوي.
د سویزرلینډ د استخباراتي ادارې پخواني افسر ژاک بو دغه راز وویل پولینډ او اوکراین دې ته په پام سره چې له خپلې خاورې د ګازو د انتقال لپاره یې سخته لابۍ کړي ده او له لومړیو څخه د ګازو د انتقال د نورډ سټریم نل لیکې له جوړیدا سره مخالف وو د دغه پیښې ګرم هیوادونه کیدلای شي.
ټیګونه