روسیې له ناټو سره د مخامخ جګړې خبرداری ورکړی
په داسې حال کې چې ناټو اوکراین سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي، مسکو له ناټو سره د مستقیمې جګړې په هکله خبرداری ورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخارووا رسنیو ته وویل چي ناټو اوکراین ته د وسلو په لېږدولو او پوځي مرستو سره له روسیې سره د مستقیمي جګړې خطرناکې کرښې ته نږدې شوې ده.
هغې زیاته کړې چې د ناټو غړي هېوادونه اکراین ته د وسلو او مهماتو په لېږدولو، د استخباراتي معلوماتو په برابرولواو د اکراین د فوځیانو په روزنه کې له یو بل سره سیالي کوي.
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې جوته کړه چې له اوکراین سره د لویدیځ پوځي مرستې ۴۲ میلیارد ډالرو ته رسیدلي چې له دې جملې څخه ۲۸ میلیارد ډالره د امریکې له خوا ورکړل شوي دي.
په داسې حال کې چې لویدیځ د پوځي مرستو په ورکولو سره په اوکراین کې د جګړې له دوام سره مرسته کوي خو په ایران باندې تور لګوي چې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي او په دې پلمې سره، په ایران باندې د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکوي.