جنوبي کوریا کښې ۱۵۰ کسان وژل شوي
(last modified Sun, 30 Oct 2022 06:12:50 GMT )
Oct 30, 2022 10:42 Asia/Kabul
  • جنوبي کوریا کښې ۱۵۰ کسان وژل شوي

زمونږ خبریال وايي پرون د جنوبي کوریا په مرکزي سئول سیمه کښې د هالووین(Halloween) د دستورو په وخت د ګڼې ګوڼې د رامینځته کیدا له کبله تراوسه یوسل پنځوس کسان وژل شوي او یوسل پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.

د جنوبي کوریا د یونګ سان د اور وژنې مرکز مشر چويي سونګ بیوم وویل دغه پیښه د هیواد له ځايي وخت سره سم د شپې شل د پاسه لس بجې هغه وخت وخت رامینځته شوه کله چې ګڼ شمیر خلک د هالووین د دستورو په وخت یوې تنګې کوڅې ته وغورځیدل.

د مړو او ژوبلو کسانو شمیر نور هم زیاتیدلی شي ځکه چې د خلکو د ژغورلو عملیات اوس هم روان دي.

د جنوبي کوریا د اور وژنې د ملي اژانس یوه چارواکي مون هیون جو وویل په سیمه کښې اوس هم حالات سم نه دي او مونږ اوس هم هڅه کوو چې د ژوبلو کسانو حقیقي شمیره معلومه کړو.

هغه وویل په دغه پیښه کښې ژوبل شوي او مړه شوي  خارجیان نږدې روغتونونو ته انتقال کړی شوي دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سونک یئول له خپلو لوړرتبه مرستیالانو سره بیړنۍ غونډه وکړه او حکم یې ورکړ چې د پیښې ځاې ته طبي ډلې ولاړې شي.

د جنوبي کوریا چارواکو وویل چې دوې د مرکزي سئول د پیښې د حقیقي علت د معلومولو په هکله پلټنه کوي.

 

ټیګونه