د روسیې د بایکاټونو ملاتړي د ماسکو ستر ګاهکان جوړ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123036-د_روسیې_د_بایکاټونو_ملاتړي_د_ماسکو_ستر_ګاهکان_جوړ_شوي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل د روسیې د بایکاټونو ځینو لویدیځو ملاتړو هیوادونو له فرورۍ میاشتې راپدیخوا له ماسکو څخه د شیانو واردات زیات کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2022 01:53 Asia/Kabul
  • د روسیې د بایکاټونو ملاتړي د ماسکو ستر ګاهکان جوړ شوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل د روسیې د بایکاټونو ځینو لویدیځو ملاتړو هیوادونو له فرورۍ میاشتې راپدیخوا له ماسکو څخه د شیانو واردات زیات کړي دي.

د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین باندې د روسیې له حملې وروسته امریکا او ملګرو یې هڅه وکړه چې د بایکاټونو په لګولو سره د ماسکو عایدات کم کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اقتصادي پیچلتیا د څارنې د تجارتي شمیرنو (observatory of economic complexity) پراساس په یوه راپور کښې ولیکل؛ ځینو اروپايي هیوادونو  چې په فعال ډول یې له روسیې څخه د شیانو او د محصولاتو اخیستل زیات کړي دي په اوکراین کښې د روسیې له پوځي عملیاتو  سره په مخالفت کښې فعال رول لرلی دی چې پکښې د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو او هغو هیوادونو ته اشاره کولای شو کوم چې د روسیې پرضد د بایکاټونو ملاتړ کوي.

د بیلګې په توګه د اسپانیا لخوا د روسیې د شیانو اخیستل یوسل دولس فیصده زیات شوي دي او په عین حال کښې بیلجیم هیواد ته د روسیې صادرات یوسل دیرش فیصده زیات شوي دي.

هالینډ هیواد هم له روسیې څخه د شیانو واردول څلوراویا فیصده زیات کړي دي او د جاپان لخوا د روسیې د محصولاتو واردیدا هم څلویښت فیصده وده  لرلي ده.

دغه راز جرمني او ناروې هیوادونو هم له روسیې څخه د شیانو واردول له ترتیب سره سم اته دیرش فیصده او یویشت فیصده زیات کړي دي.

داسې ښکاري چې لویدیځو هیوادونو د روسیې د بایکاټونو د مخه د نیولو لپاره لارې چارې لټولي دي.