د امام حسن عسکري علیه السلام زوکړه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123068-د_امام_حسن_عسکري_علیه_السلام_زوکړه_مو_مبارک_شه
نن د ربیع الثاني د میاشتې اتمه نیټه د موعود ژغورونکي امام زمان(عج) د زیري ورکونکي امام حسن عسکري علیه السلام د ولادت کلیزه ده
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 03, 2022 01:37 Asia/Kabul
  • د امام حسن عسکري علیه السلام زوکړه مو مبارک شه

نن د ربیع الثاني د میاشتې اتمه نیټه د موعود ژغورونکي امام زمان(عج) د زیري ورکونکي امام حسن عسکري علیه السلام د ولادت کلیزه ده

د شیعه مسلمانانو یوولسم معصوم امام حضرت حسن عسکري علیه السلام د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په اتمه نیټه په مدینې منورې کښې دنیا ته راغی.

دغه بزرګواره امام د شیعه افکارو په بیانولو او د دیني شبهاتو د ردولو په لړ کښې د اسلام د مبین دین ساتنې او پراخولو ته ملا وتړله او د حضرت امام مهدي(عج) د امامت په زمانه کښې د مسلمانانو د کړنلارې په بیانولو سره یې خلک د وروستي معصوم امام د غیبت پړاؤ ته تیار کړل.

یوولسم معصوم امام د قرآن مجید بې ساری مفسر و او د خپل امامت په زمانه کښې یې خلکو ته د دغه اسماني کتاب د تفسیر صحیح طریقه وښودله او د موعود ژغورونکي د راتلو په زیري سره یې مسلمانانو د اسلام لوړو آرمانونو ته رسیدو ته هیله مند کړل.

امام حسن عسکري علیه السلام په ماشومتات کښې د خپل پلار امام هادي علیه السلام د پوهې سره سرچینې خړوب شو او په ۲۲ کلنۍ کښې یې د محترم پلار په شهادت سره د امت د امامت درنده ذمه واري په غاړه واخیستله او شپږ کاله یعنې تر خپل شهادته پورې یې سر ته ورسوله.

د امام حسن عسکري علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت زمونږ مبارکي ومنئ.