لویدیځ له خوراکي شیانو اوزاري استفاده کوي
رویټرز خبري اژانس وايي د روسیې خارجه وزارت د اوکراین او د روسیې ترمینځ د غلو د موافقو د اجرا په هکله د اختلافاتو په مینځ کښې وویل لویدیځ هیوادونه د دباو د یوه اوزار په توګه د خوراکي شیانو له موضوع څخه د استفادې هڅه کوي.
روسیې او اوکراین د روان میلادي کال د جولاۍ په دوه ویشتمه نیټه د ملګروملتونو او د ترکیې په مینځګړیتوب سره یوشمیر موافقې لاسلیک کړې چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین له دریو بندرونو څخه د کیمیاوي سرو او د غلو په امن ډول د صادریدا په هکله ډاډ ترلاسه شي.
روسیې د اکتوبر د میاشتې په نهویشتمه نیټه د کریمه په سواستوپل سیمه کښې په پوځي او غیر پوځي کشتیو باندې د اوکراین د بې پایلوټه الوتکو له حملې وروسته د غلو د صادریدا په موافقو کښې خپل مشارکت وځنډوه او اوه ورځې وروسته یې د ملګروملتونو د ملګرتیا او د اوکراین د ضمانت ورکولو په دلیل د موافقې له ځنډولو تیره شوه.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمنې ماریا زاخارووا پرون وویل لویدیځ هیوادونه باوري دي اوکراین د قحطۍ قرباني ده خو په پخواني شوروي کښې ډیرې خلک له لوږې مړه شول.