د شکرې یا شوګرناروغۍ نړیواله ورځ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123512-د_شکرې_یا_شوګرناروغۍ_نړیواله_ورځ
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو   په دې شیبو کې ستاسو په خدمت کې یوو،دوستانو لکه څنګه تاسو ته پته ده دنومبر څوارلسمه نیټه د دیابت یا د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ ده ،په دې مناسبت مو یو ځانګړی مطلب درته برابر کړی دی،هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 10:53 Asia/Kabul
  • د شکرې یا شوګرناروغۍ نړیواله ورځ

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو   په دې شیبو کې ستاسو په خدمت کې یوو،دوستانو لکه څنګه تاسو ته پته ده دنومبر څوارلسمه نیټه د دیابت یا د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ ده ،په دې مناسبت مو یو ځانګړی مطلب درته برابر کړی دی،هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځي.

 د نومبر 14 د شکرې یا شوګر د مرض نړیواله ورځ ده . د شکری نړیوال فیډریشن (idf) )او  د نړیوالې روغتیا ادارې (ډبلیو ایچ او ) په ۱۹۹۱ میلادی کال کې دغه ورځ دغې زیاتیدونکی ناروغۍ ته د نړۍ د ډیر پام اړولو لپاره د دیابت یا شوګر نړیواله ورځ ونوموله . دغه ورځ د فرډریک بانټینګ له کلیزې سره برابره ده چی په ۱۹۲۲ کال کې یې له چارلز بیسټ سره یو ځای انسولین کشف کړل چی د دغې ناروغۍ په کنټرولولو کې یې نه انکاریدونکې رول درلودلې دې .

دغه ورځ هرکال په نړۍ کې  د حکومتونو ، اورګانونو ، حکومتی  او غیر حکومتی ادارو لخوا په زیات مشارکت او ملاتړ سره لمانځل کیږی . هغه شعار چی د سږ کال لپاره غوره شوی دې ، نرسان په شکرې کې تفاوت رامینځته کوی ، (nurses make difference for diabetes )دې . حاضر دمه د نړیوالې روغتیا د کار، نیم کارکونکی نرسان یا پرستاران  دي  ،دوي  په خپلو ارزښتمنو اقداماتو سره  په شکری ناروغۍ له اخته کسانو سره مرسته کوی او د ناروغانو ترمینځ د شوګر د اغیزو په کمولو کې ډیر مهم رول لری .

=   د وروستیو شمیرنو په اساس په دنیا کې په هرو اتو ثانیو کې یو کس د شکری ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی،دا هغه شمیر چی د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان کړې دې . باید ووایو چی د شکری ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر له ټی بی ، مالریا او ایډز په وجه له وژل شویو کسانو زیات دې . په نړۍ کې په شوګر اخته کسان ۴۸۰ میلیون دي او تر ۲۰۳۰ پورې به له نیم میلیارډ هم واوړي .دغه شمیر به تر ۲۰۴۵ پورې له ۷۰۰ ملیون کسانو هم واوړي نو ځکه ددغې ناروغۍ په کنټروولو کې د نړیوالې ټولنې کوشش او هڅه ضروری ده .

مونږ ټولو په ځلونو ځلونو د شکرې د مرض نامه اورېدلې، خو د هغه څه په اړه کوم چی د ناروغ سړي په بدن کی تر سره کیږي پوره معلومات نه لرو، داسې یوې پوښتنې لکه چی ولې زمونږ د وینې په شکره کې زیاتوالیراځي؟ آیا د هغه علت د خواږه خوراکونو زیات استعمال دی؟.

په نړۍ کی تر نیم میلون څخه زیات د څوارلس کاله کم ماشومان او زلمیان د شکرې د مرض په اول ډول باندې اخته دي او هم داسې څلور سوه پنځه لس میلیون نه زیات لویان چی عمرونه یې د شلو کلونو بیا تر نهه اویا کلونو پوری دي هم په دې مرض باندې اخته دي.

د شکری د مرض ټوټل کلنی لګښت شپږ سوه درو اویا میلیارد ډالره دي، یعنی د نړۍ د هېوادونو د سلامتیا د بجټ دولس فیصده د شکرې د مریضۍ د علاج لپاره مصرف کیږي.

     په شکرې باندې د اخته کسانو یاد شوې شمېره، د شکرې د نړیوال فدراسیون په درو ویشتمه نړېواله غونډه کی وړاندي شوی دي، ناسالمه خواړه او په فیزیکي فعالیتونو کی کموالې د شکري د ناروغۍ د دوهم ډول د پیدا کېدو علت دی چی د شکرې د ناروغۍ عمده لګښتونه پر همدغه دوهم ټایپ باندې مصرفیږي له هم دې کبله د شکرې د ناروغۍ په دوهم ټایپ باندې د اخته کېدو څخه مخنیوی د لګښتونو د کمولو تر ټولو کارنده لاره ده،له زده کړې سره کولای شو پر دووهغو عاملونو (فیزیکی فعالی کموالې او ناسالمه خواړه) چی د شکرې د ناروغۍ د دوهم ټایپ زېږونکي دي بری تر لاسه کړو.

د بدن کابو ټولي حجرې د ژوندي پاته کېدو لپاره ګلوکوز یا هم د وینې شکرې ته ضرورت لري،په هم دې خاطر کولای شو چی ګلوکوز په یو ښار کی د دودو پیسو سره مقایسه کړو چی د ښاریانو یا د بدن د حجرو لومړنئ اړتیاوې تامینوي. ګلوکوز په حجره کی دننه سوځي او د ژوندانه لپاره اړینه انرجۍ او مټابولیزم تامینوي.

شکره داسې یو مرض دی چی په بدن کی د ګلوکوز د مصرف پر څرنګوالې اغېز پرېباسي، ګلوکوز د بدن د انرجۍ د پوره کېدو او د سلامتۍ لپاره مهم دي ځکه چی په بدن کی د حجرو د انرجۍ منبع ده. ګلوکوز د ماغزه اصلی سونګ دي، د شکرې د ناروغۍ علت د هغې په څرنګوالۍ پورې اړوند مختلفه دي.

د شکري د ناروغی نښې د هغې د ډول په څرنګوالي او د ناروغ د جنسیت پورې اړوند پرک کوی، خو د څرنګوالي پرته دې ناروغی په وینه کی د شکرو د کچې لوړېدو سبب وشي چی په وینه کی د شکري زیاتوالی بیا د انسان روغتیا د جدی ګواښ سره مخ کولای شی.

=  د دیابت یا شکرې ناروغي څرنګه ده،؟ دیابت داسی مزمنه ناروغي ده او هغه وخت را مینځته کیږی چی په بدن کی د پانکراس غړۍ په کافی کچه انسولین تولید نه کړی او یا هم بدن د ورپېښو عوارض له کبله  ونه کړای شی چی له تولید شوی انسولین څخه ګټه پورته کړي.

انسولین داسی یو هورمون دی چی په وینه کی د شکرې کچه تنظیموی، انسولین له وینې څخه شکره حجرو ته انتقالوي څو ذخیره شی او یا هم د انرجۍ د تر لاسه کولو لپاره کار ورڅخه اخیستل کیږی، په شکره باندی د اخته کس بدن په کافی اندازه انسولین نه تولیدوي او یا هم د انسولین څخه درسته استفاده نه شي کولای، په وینه کی د شکرې زیاتوالې کولای شي اعصابو، سترګو، پښتورګو او د بدن نورو اندامونو ته  ضرر ورسوي، د شکرېمرض مختلف ډولونه لري

د شکرې اول ډول یو (اوټوایمیون) مرض دی چی له کبله یې د بدن د ساتنې سیسټم د پانکراس حجرې د یو بهرني عنصر  په توګه تشخیص ورکوي او برید پر  کوي او د انسولین د تولید حجرې له مینځه وړي.

تر اوسه نه ده معلومه شوې چی د دغو بریدونو عامل څه دی، تقریبا لس فیصده په شکرو باندې اخته کسان د شکرې په دې ډول ناروغۍ باندې اخته دي.

 دا ډول شکره په انسولین پوري پېیلي شکره بلل کیږي، دغه ډول شکرې باندې اخته ناروغان کولای شي خپل د ضرورت انسولین هره ورځ د ستنو له لاری تر لاسه کړي.

   د شکري د ناروغۍ دوهم ډول هغه وخت رامینځته کیږي چی بدن د انسولین په مقابل کی مقاومت وکړي او شکره په وینه کی پاتیږي.

د شکرې دوهم ډول تر زیاته حده تر ۳۰ کلونو زیات عمر لرونکو او چاغو کسانو ته پیدا کیږي په هم دې خاطر د شکرې دوهم ډول د لویانو د  شکرې په توګه پیژندل کیږي.

 ددغو کسانو په بدن کی د پانکراس په  وسیله تولید شوي انسولین په درسته توګه کار نه کوي.په داسې یو وضعیت کی یا پانکراس په کافی اندازه انسولین نه تولیدوي او یا دا چی تولید شوي انسولین د بدن د حجرو د مقاومت له امله په زیاته بیا په چاغو خلګو کی اغیزمن نه واقع کیږي.

د شکرې یو بل ډول بیا د حمل یا امیندوارۍ په دوران کی ښځو ته لګیږي. دحمل په دوران کی جوړه د انسولینو د بندولو حجرې رامنځته کوي چی په نتیجه کی د شکرې ناروغي  مینځ ته کیږي، دا ډول شکره موقتي او د حمل د دورې له خلاصېدو وروسته خپله ښه کیږي.

له حده زیاته لوږه او یا تنده، د وزن کموالې، څو څو ځلې بولي کول، نظر کی کمزورتیا، زیاته ستړیا او د ټپ نه جوړېدا د شکرې د ناروغۍ نښې دي.

البته د شکرې د ناروغۍ نښې په ښځو او نارینه و کی مختلفې وي.  پر یادوو شویو نښو سربیره په شکرو باندې اخته نارینه د جنسي خواهشاتو د کموالې او د عضلاتو له کمزورتیاسره مخ کیږي. په شکرو باندې اخته ښځي ممکنه ده د (يوټي آی) یا د متیازو له لارې د عفونت، د پوستکو عفونت او خارښت سره مخ  شي.

=  د شکرو د ناروغۍ نښې د هغې د ډول پورې اړوند مختلفې دي، سخته لوږه، زیاته تنده، په وزن کی کموالی، بولو کی زیاتوالی، د نظر کمزورتیا، ستړیا او طبیعت کی بدلون د شکرې  د اول ډول ناروغۍ نښي دي.

سخته لوږه، زیاته تنده، بولو کی زیاتوالې، د نظر کمزورتیا،ستړیا او د ټپونو نه جوړېدل  د شکري د ناروغۍ د دوهم ډول نښې دي،د ټپونو نه جوړېدل ممکنه ده  د تکراري عفونتونو لامل شي، دا پېښه په دې خاطر ده چی په بدن کی د ګلوکوز کچه زیاتیږي او د ټپ د جوړېدو مخه نیسي،اکثره په شکره باندې اخته امیندوارې  ښځې هیڅ یو خاصو نښو سره نه مخ کیږي.

دا حالت د وینو د شکرو د کچې په معاینات یا ازموینه، چی د امېندوارۍ په څلورویشتمه تر اته ویشتمه کی ترسره کیږي معلومیږي خو په ډیرو کمو مواردو کی په شکره باندی اخته امیندوارې ښځي د بولو د تکرار او د زیاتې تندي له نښو سره مخ کیږي.

د شکرې د مختلفو ډولونو د پیدا کېدلو لامل څه دی  ؟ د شکرې د مرض اول ډول لامل لا نه دی پیژندل شوی، څیړنې ښئي چی د بدن د ساتنې سیسټم چی د بکټریاو او د وېرسونو سره مقابله کوي په پانکراس کي پر تولید شوي انسولین باندې حمله کوي او هغه له منځه وړي.

دغه حالت په بدن کي د انسولین د کموالې او د وینې د شکرې د زیاتوالي لامل ګرځي.

داسي ښکاري چی د  اول ډول د شکري د ناروغۍ لامل د جنیټیکي او محیطي عواملو یو ترکیب دی خو اصلی لامل یې تر اوسه نه دی پیژندل شوی.

په دوهم ډول شکره باندی د اخته کسانو د بدن حجرې د انسولین په مقابل کی مقاوم کیږي او پانکراس د دغه مقاومت د ماته ولو لپاره په کافی اندازه انسولین نه شي تولیدولای.

    داسی یو باور شته چی چی جنیټیکي او چاپېریال پورې اړونده لاملونه هم  د دوهم ډول د شکرې په پیدا کېدو کی رول درلودلای شي.

 چاغښت یا غټوالی هم د دوهم ډول د شکرې د مرض د پرمختګ سره تړلی دی،خو ټول هغه کسان چاغ نه دي کوم چی د شکرې د مرض په دوهم ډول باندی اخته دي.

څیړونکي په دقیقه توګه نه شي پوهېدلای چی ولې ځینی کسان  د دوهم ډول او  امېندوارې ښځې د شکرې په مرض د اخته کېدو له زیاتې خطرې سره مخ دي.

دا یوه واضحه خبره ده چی ځینی لاملونه په شکره باندی د اخته کېدو خطره زیاتوي، د وزن زیاتوالی د شکرې د مرض د پیدا کېدو د لاملونو یو لامل دی. فیزیکي فعالیت نه درلودل هم د شکرې د ناروغۍ په پیداکېدو کې اغېزناکه دي ، ځکه چی فیزیکي فعالیت د وزن د کنټرولو سره مرسته کوي او د ګلوکوز څخه د انرجۍ په توګه کار اخلي او د بدن حجرې د انسولین په مقابل کي لا زیاتې حساس کوي،په دا ډول شکره کې هم کورنۍ مخینه رول درلودلای شي که د چا مور، پلار، ورور او یا خور د شکرې په مرض اخته وي نو د هغه د  ککړیدوخطره زیاتیږي. توهم هم په دې مرض په اخته کېدو کی رول درلودلای شي.

  د عمر په زیاتېدو سره هم د شکري د مرض د اخته کېدو خطره زیاتیږي،که چیرې  یوه ښځه د امېندوارۍ په دوران کی شکره باندی اخته شي، د دوهم ډول د شکري د مرض د اخته کېدو خطره هم ورسره زیاتیږي، هغه امېندوارې ښځي چی عمر یې تر پنځه ویشتو زیات او د زیات وزن خاوندان وي، د امیندوارۍ د شکرې د اخته کېدو د خطرې سره مخي دي.

د تخمدان په مرض اخته ښځي،د وینې  په لوړ فشار اخته کسان او هغه کسان چی د وینې  کلسټرول یې زیات وي،د دوهم ډول په شکرې د اخته کېدو سره مخ دي.

= دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو په دې  هیلې سره چې هیڅ مرض ونه لرئ خپل  او دخپلې کورنۍ خیال ساتئ ښاد او آباد اوسئ .

(سیماب)

***********************************************