د امریکا د ولسي جرګې مشره استعفا نه ورکوي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسي جرګې د کانګرس ډیموکراټ مشرې نانسي پیلوسي پرون د کانګرس د انتخاباتو د نتیجو د اعلان له دوام سره په یووخت ای بي سي نیوز ټيلي ويژن ته وویل د کانګرس له غړیتوب څخه د څنګ ته کیدا اراده نلري.
تراوسه د امریکا په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د بریالي شویو کسانو بشپړه شمیر نه دی معلوم شوی او شاید څو ورځې وخت واخلي چې په ولسي جرګې کانګرس کښې د غړیتوب د کاندیدانو د رایو د شمیرنو نهايي نتیجه معلومه کړي چې د امریکا د کانګرس چې څلور سوه پینځه دیرش غړي لري مشرۍ به د کوم ګوند پرغاړه وي.
د امریکا د کیلي فورنیا ایالت په شمول چې په دودیز ډول ډیموکراټ ګوند ته ګروهنه لري د هیواد د انتخاباتو په څو حوزو کښې د رایو د شمیرل کیدا له دوام سره په یوخت ریپبلیکن ګوند بیګا له ځايي وخت سره سم د کانګرس دوه سوه یولس څوکۍ ترلاسه کړي دي دا په داسې حال کښې دي چې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره باید دوه سوه اتلس رایې وګټي.
که څه هم ریپبلیکن ګوند له ډیموکراټ ګوند څخه چې د کانګرس دوه سوه پینځه څوکۍ یې ګټلي دي مخکی دی.