په اوکراین کښې حالت نور هم پسې خرابیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124848-په_اوکراین_کښې_حالت_نور_هم_پسې_خرابیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په اوکراین کښې جنګ بشردوستانه خپکسه وبلله او ویې ویل په دغه هیواد کښې حالت نور پسې خرابیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2022 02:20 Asia/Kabul
  • په اوکراین کښې حالت نور هم پسې خرابیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په اوکراین کښې جنګ بشردوستانه خپکسه وبلله او ویې ویل په دغه هیواد کښې حالت نور پسې خرابیږي.

هغه پرون د اوکراین په نړیوال کانفرنس کښې وویل په اوکراین کښې جنګ یوه بې امانه  بشر دوستانه خپسکه ده او د ورځو په تیریدا او د ساړه په زیاتیدا سره په دغه هیواد کښې حالت نور هم پسې خرابیږي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په داسې حال کښې د اوکراین د کړکیچ په هکله اندیښنه څرګندوي چې هغه تراوسه د یمن د اته کلن کړکیچ په هکله کوم جدي اقدام او غبرګون نه دي ښودلی.

یمن بې وزله هیواد د سعودي عربستان د جنګ له کبله د نوي پیړۍ له یوې تر ټولو سترې انساني غمیزې او ناورین سره مخامخ دی.

سعودي عربستان د امریکا د بریتانیا د صهیونیسټ رژیم د متحده عربي اماراتو او د ځینو نورو اروپايي هیوادونو په مرستې سره د یمن د خلکو پرضد جنګ ، تیریو او کلابندیو ته دوام ورکړی دی.