امریکا د مرګ په حال کښې د کینسر ناروغه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125026-امریکا_د_مرګ_په_حال_کښې_د_کینسر_ناروغه_ده
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ خپل هیواد د مرګ په حال کښې د سرطان یوه ناروغ ته ورته وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2022 08:23 Asia/Kabul
  • امریکا د مرګ په حال کښې د کینسر ناروغه ده

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ خپل هیواد د مرګ په حال کښې د سرطان یوه ناروغ ته ورته وباله.

ټرامپ د ده د محکمولو لپاره د جنورۍ د شپږمې نیټې د  کمیټۍ د هڅو له دوام وروسته وویل امریکا له داخل څخه ناروغه ده او زمونږ هیواد زیات د مرګ په حال کښې د سرطان یوه ناروغ ته ورته دی.

د جنورۍ د میاشتې د شپږمې نیټې کمیټه غواړي له عدلیې وزارت څخه د غوښتنې په ترڅ کښې د امریکا ټولنې ته د دورکې د ورکولو لپاره د دسیسې او د کانګرس د تحقیقاتو د رسمي بهیر د مخه د نیولو او د بلواو په شمول د پخواني ولسمشر ټرمپ پرضد جنایي تورونه تعقیب کړي.

د تیر میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه د پخواني ولسمشر ټرمپ یوشمیر پلویانو د ولسي جرګې کانګرس په ودانۍ حمله کړي وه.

ټرمپ مخکې خپلو پلویانو ته په وینا کښې ویلي وو د جوبایډن د انتخاباتو د بریالیتوب د تائیدولو د غونډې پرضد اعتراض وکړي.

د امریکا په کانګرس باندې د ډونالډ ټرامپ د پلویانو د تیر میلادي د حملې په وجه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تائیدولو غونډه څو ساعته بند شوه او په دغه حملې کښې کابو پینځه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي هم وو.