ملګري ملتونه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو صلاحیت نلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126236-ملګري_ملتونه_د_روسیې_پرضد_د_محکمې_د_جوړولو_صلاحیت_نلري
فارس خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې د نمایندګۍ مرستیال دیمیتري پولیانسکي وویل دغه اداره د اوکراین د جنګ په پلمه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو لپاره قانوني صلاحیت نلري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2023 08:03 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو صلاحیت نلري

فارس خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې د نمایندګۍ مرستیال دیمیتري پولیانسکي وویل دغه اداره د اوکراین د جنګ په پلمه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو لپاره قانوني صلاحیت نلري.

هغه بیګا په دې خبرې سره چې په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو لپاره د ملګروملتونو په عمومي ټولنه کښې د یوه پلان مطرح کول له قانوني نظره اعتبار نلري وویل دغه پلان مبهم او ډیر سیاسي دی.

دیمیتري پولیانسکي دغه راز وویل  د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د هر ډول پلان وړاندې کول به له حقوقي نظره کاملا بې اهمیته وي ځکه چې عمومي ټولنه دا ډول هیڅ واک نلري او زیاته یې کړه په لویدیځو هیوادونو کښې دغه تفکر دود  دی او له هغه د سیاسي او د پاپولیسټي هدفونو لپاره ناوړه استفاده کیږي.

له دې مخکې د اوکراین د خارجه وزیر مرستیالې امینه جاپارووا ویلي وو چې کي یف په روان میلادي کال کښې ویلي وو چې کي یف په روان میلادي کال کښې په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو په هکله د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د پریکړه لیک مسوده د غور او د بحث لپاره وړاندې کوي.

له بلې خوا  په ترکیې د روسیې سفیر الیکسي یرخوف په دې خبرې سره چې اوکراین له روسیې سره په خبرو اترو باندې د بندیز د لګولو هڅه کوي ویلي وو د اوکراین چارواکي د جنګ د دوام غوښتونکي دي.

روسیې په ځلونو ویلي دي چې د امریکا او د اروپايي هیوادونو لخوا اوکراین ته د ډول ډول درنو او د سپکو وسلو او د ترهګرو استول به دغه جنګ نور پسې اوږد کړي.