د ډاووس غونډه د شرم او د بې عزتۍ سرچینه ده
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مدودف په سویزرلینډ کښې د دوه زره درویشتم میلادي کال د ډاووس په نوم د اقتصاد په نړیوالې غونډې کښې اوکراین ته د ټانکونو د استولو په هکله خبرې د شرم او بې عزتۍ سبب وبللې.
د روسیې پخواني ولسمشر او د دغه هیواد د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د سویزرلینډ په ډاووس ښار کښې د اقتصاد په نړیوالې غونډې باندې نیوکې سره وویل مخکې په ډاووس کښې د هیوادونو مشرانو د اقتصاد او د نورو موضوعګانو په شان په مسائیلو خبرې کولې او دا خبره چې د روسیې شرکتونه په دغه غونډې کښې ګډون کول ردوي ښه ایډیا ده ځکه چې دغه ټولنه نور د اقتصاد په هکله خبرې نه کوي.
هغه د ټانک ائتلاف ته په اشارې سره چې وايي د پولینډ د ولسمشر اندژې ډوډا په شمول ځینې اروپايي هیوادونه اوکراین ته د پرمختللیو ټانکونو د استولو غوښتنه کوي وویل د پولینډ ولسمشر په حقیقت کښې هیله من دی او اوکراین ویش چې له ډيرې مودې راهسې یې په انتظار ناست وو اجرا کړي.
دیمیتري مدودف وویل خو په دې هکله باید ائتلاف جوړ نکړو بلکې د اوکراین د وروست رژیم د تسلیمیدا په هکله یو سند تنظیم کړو.
دغه راز د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر هم په تیرې یکشنبې ورځ ویلي وو چې لندن اراده لري په راتلونکو اونیو کښې څوارلس(۱۴) چینلجر درې په نوم ټانکونه اوکراین ته ورکړي.
د کریملین ماڼۍ ویاندې دیمیتري پسکوف په دې هکله وویل چې د ټانکونو استول به ونه توانیږي چې د اوکراین د جنګ حالت بدل کړي.
په عین حال کښې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په تیرې سه شنبې ورځ وویل د هالینډ لومړی وزیر مارک روته د پاټریوټ توغندیو یو سیسټم اوکراین ته ورکوي.
امریکا، انګلستان او نور اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو لپاره زیاتې هڅې ترسره کوي.