پلار یې مبایل ورته وانخیست، لور یې ځآن وژنه وکړه
Jan 26, 2023 11:46 Asia/Kabul
د هندوستان د هرینا ایالت په جاجر ښار کې یوې نجلۍ هغه مهال ځان وژنه وکړه، کله یې چې د مزدور کار پلار له لورې د مبایل اخیستو غوښتنه رد شوه.
د هندوستان د هرینا ایالت په جاجر ښار کې یوې نجلۍ هغه مهال ځان وژنه وکړه، کله یې چې د مزدور کار پلار له لورې د مبایل اخیستو غوښتنه رد شوه.
د هند پولیس وايي، د هند د هریانا ایالت په جاجر ښار کې یوې نجلۍ له خپل پلار څخه هغې ته د مبایل اخیستو هیله وکړه، خو پلار یې د خپل خراب اقتصادي وضعیت له امله د لور د غوښتنې څخه انکار وکړ.
پولیس زیاتوي، کله چې د نجلۍ مور او پلار کار ته تللي، لور یې د رسۍ په وسیله ځان زړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښودلی.
ټیګونه