پلار او زوی ووژل شول
Feb 01, 2023 10:47 Asia/Kabul
د هندوستان د پنجاب ایالات په ګجرات ښار کې یو پلار او زوی ووژل شول.
د هندوستان د پنجاب ایالات په ګجرات ښار کې یو پلار او زوی ووژل شول.
یاده پېښه د هندوستان ګجرات په فتح پور سیمه کې تېره ورځ ناوخته د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې.
پولیس وایي، دوه موټر سایکل سپرو چې د محمد اشرف په نوم کس سره یې پخوانۍ دښمني درلوده، محمد اشرف او د هغه زوی سجاد اشرف یې په ډزو سره ووژل او قاتلین له سیمې څخه په تېښته بریالي شول.
د یادې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوې، خو سیمه کې پولیس وایي، چې د نیولو هڅې جریان لري.
ټیګونه