د ایټالیا په سواحلو کې لسګونه افغان کډوال وژغورل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129380-د_ایټالیا_په_سواحلو_کې_لسګونه_افغان_کډوال_وژغورل_شول
د ايټاليا ساحلي ګارد د دغه هېواد په سواحلو کې د سلګونه افغان کډوالو د ژغورنې خبر ورکړ.
(last modified 2023-03-13T02:17:56+00:00 )
Mar 13, 2023 02:22 Asia/Kabul
  • د ایټالیا په سواحلو کې لسګونه افغان کډوال وژغورل شول

د ايټاليا ساحلي ګارد د دغه هېواد په سواحلو کې د سلګونه افغان کډوالو د ژغورنې خبر ورکړ.

د ايټاليا ساحلي ګارډ ويلي، چې د کارتون بندر ته څېرمه يې يوه بېړۍ چې ٥٠٠ کډوال پکې سپاره وو، ژغورلې ده.

د ايټاليا په اوبو کې د افغان کډوالو د کښتۍ له ډوبېدو دوه اوونۍ وروسته، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۰۰ افغان کډوال ووژل شول، د ايټاليا ساحلي ګارد اعلان وکړ، چې ۵۰۰ کډوال يې ژغورلي، چې ډېری يې افغانان دي. د ژغورل شویو کډوالو په منځ کې یو شمیر ښځې او ماشومان هم لیدل کیدل کېږي.

په ورته وخت کې د ایټالیا د کلابریا سیمې مشر "روبرټو اوکیوټو" ویلي، چې د اروپايي ټولنې د سرحدي ساتونکو د راپور له مخې، ټولټال ۱۳۰۰ کسان له درېیو کښتیو سره د ایټالیا سواحلو ته پر لاره دي، خو شونې ده دا کښتۍ له ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې، د تونس ساحلي ګارد هم اعلان وکړ چې د جمعې په ماښام یې له زرو څخه د زیاتو پناه غوښتونکو مخه ونیوله چې په غیرقانوني توګه د ایټالیا سواحلو ته لاړ شي.