متحده عربي امارات د کورنیو لپاره پنځه کلنې ملټپل ویزې ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129432-متحده_عربي_امارات_د_کورنیو_لپاره_پنځه_کلنې_ملټپل_ویزې_ورکوي
د متحده عربي اماراتو حکومت وایي، تر دې وروسته د نړۍ ټولو اتباعو ته چې د دوی په شرایطو برابر وي، ورته فامیلي یا د کورنۍ مولټپل یا هر وخت د تګ راتګ اجازه لرونکې پنځه کلنې ویزې ورکوي.
(last modified 2023-03-13T08:55:50+00:00 )
Mar 13, 2023 13:24 Asia/Kabul
  • متحده عربي امارات د کورنیو لپاره پنځه کلنې ملټپل ویزې ورکوي

د متحده عربي اماراتو حکومت وایي، تر دې وروسته د نړۍ ټولو اتباعو ته چې د دوی په شرایطو برابر وي، ورته فامیلي یا د کورنۍ مولټپل یا هر وخت د تګ راتګ اجازه لرونکې پنځه کلنې ویزې ورکوي.

متحده عربي امارات د کورنیو لپاره پنځه کلنې ملټپل ویزې ورکوي

د متحده عربي اماراتو حکومت وایي، تر دې وروسته د نړۍ ټولو اتباعو ته چې د دوی په شرایطو برابر وي، ورته فامیلي یا د کورنۍ مولټپل یا هر وخت د تګ راتګ اجازه لرونکې پنځه کلنې ویزې ورکوي.

د اماراتو خبري اژانس الیووم د راپور له مخې، فدرالي اداره وايي چې د کورنۍ ویزې اخیستونکي ته به د ۹۰ ورځو لپاره په اماراتو کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي او کولای شي چې د درې نورو میاشتو لپاره خپل پاتي کېدل تمدید کړي، همدا راز هغه کسان چې ویزه واخلي، باید تر شپیته ورځو پورې یاد هېواد ته ولاړ شي او نه د تګ په صورت کې ویزه لغوه کیږي.

د معلوماتو له مخې د اتلس څخه کم عمره کسان په یوې فامیلي ویزې پورې تړل کېدای شي، خو که عمر یې زیات وي، باید د ویزې لپاره جلا غوښتنه وکړي.