Mar 22, 2023 05:42 Asia/Kabul
  • په یولسو عربو هیوادونو کښې سبا روژه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی له عمان هیواد پرته د سعودي عربستان د مصر د فلسطین د سوریې د سوډان د یمن د عراق د قطر د متحده عربي اماراتو د کویت او د بحرین د هیوادونو په رسمي بیانیو کښې ویل شوي دي چې سبا به په دغو هیوادونو کښې لومړۍ روژه وي.

عمان هیواد ویلي دي چې تراوسه میاشت نه ده لیدل شوي.

ایران هم سبا ورځ د روژې د مبارکې میاشت  لومړۍ ورځ اعلان کړي ده.

 

ټیګونه