Mar 12, 2024 06:39 Asia/Kabul
  • د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده د مسلمانانو تر منځ سوله او ورورګلوي ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د اسلامي هېوادونو مشرانو او خلکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د مسلمانانو ترمنځ د سولې او ورورولۍ هڅول او دودول یې د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده وبلله.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ورځ په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د اسلامي هېوادونو مشرانو او خلکو ته وویل: د فلسطین د مسلمان ولس د مبارزو په دوام او د اسلامي نړۍ په دوامداره او جدي ملاتړ سره به، فلسطین، بیت المقدس او الاقصی جومات بیرته د اسلامي نړۍ غېږي ته راشي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پر دې خبرې په ټینګار سره چې د اسلامي امت ترمنځ د ورورګلوۍ د اړیکو ټینګول او پیاوړې کول او د اسلامي هېوادونو د اړیکو پراخول به، په نړۍ کې د اسلام د واکمنۍ او لوړتیا سبب شي، څرګنده کړه: له ظلم سره د مبارزې لپاره د اسلامي هېوادونو همغږي او د غاصب رژیم په مقابل کې مبارزه به، د مسلمانانو په ځانګړې توګه په هر ډګر کې د مظلوم ملت د عزت او سرلوړۍ لامل شي.

ټیګونه