Mar 19, 2024 16:28 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې هغه ته د روسیې د ولسمشر په توګه د بیا انتخابېدو له امله د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې د روسیې د نوي حکومت په پیلېدو سره  به، د ایران او روسیې ترمنځه په مختلفو برخو کې د رغنده اړیکو او همکارۍ د لا پراختیا لپاره مناسب زمینه برابره شي.

رئیسي د شانګهای او بریکس په شان په مهمو سیمه ایزو سازمانونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت او روسیې شتون او همداشان د رشت-استارا ریل پټلۍ د جوړولو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو موافقو د اجرا لپاره هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د تهران او مسکو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمې وبللې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دغه ټلفوني خبرو په یوه بله برخه کې، د غزې تړانګې د مظلومو او مقتدرو کسانو په خلاف د صهیونیسټي نسل وژونکي رژیم د جنایتونو دوام ته په اشارې سره، د فلسطین په خلاف د صهیونیسټي نیواکګر رژیم د جنایتونو او حملو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو نړیوالو اقداماتو په تېره بیا د غزې په تړانګې کې د محاصرې پر ختمولو او د دغې سیمې خلکو ته د پراخو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ .

ولادیمیر پوتین هم په دغه ټلفوني خبرو کې، د روژې د مبارکې میاشتې او د ۱۴۰۳ لمریز نوي کال د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ، د ایران او روسیې ترمنځ د ملګرتیاو د هراړخیزې موافقې نهایي کېدو ته په اشارې سره وویل: په کامیابۍ سره په تهران کې د ایران او روسیې د اقتصادي ملګرتیاوو د ګډ کمیسیون د غونډې ترسره کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د ۷۷ سلنې زیاتېدل، د تهران او مسکو د ملګرتیاوو د ښه کېدو مثبتې نښې دي.

ټیګونه