امریکا د ایران پرضد نور بندیزونه هم ولګول
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر جوبایډن د خزانې وزارت د نوي هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ او د ایران د هفت سین دسترخوان په څنګ کښې د نوروز اختر له مبارکۍ ورکولو وروسته د زیات دباو د سیاست د ماتي خوړلي سټراټيژۍ او د خپلو دوه ګوڼو سیاستونو په دوام کښې له ایران سره مرتبط په څلورو ارګانونو او دریو سړیو بایکاټونه ولګول.
امریکا په نړۍ کښې تر ټولو ستره بایکاټ لګونکي ده او د خپلو ګټو او د هدفونو په لړ کښې یې د نورو هیوادونو پرضد د ډول ډول بایکاټونو په لګولو کښې تر ټولو ستره مخینه لري.
د امریکا د خزانې وزارت له فیډرال پولیسو ایف بي ايي سره غږمله په ایران او ترکیې کښې په څلورو ارګانونونو او دریو کسانو د ایران د بې پایلوټه الوتکو د اروپايي موټرونو د تامینولو په شمول د تجهیزاتو په برابرولو کښې د مشارکت په دلیل بایکاټونه ولګول.
د امریکا ولسمشر او د هغه د حکومت چارواکو په ځلونو د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د سیاست په ماتي اعتراف کړی خو په عمل کښې د همدغو سیاستونو پیروۍ کوي ځکه چې د امریکا په سیاست کښې بایکاټونه تل د یواړخیزه هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د یوه اوزار په توګه ده.