په نړۍ کې دوه میلیارده خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129922-په_نړۍ_کې_دوه_میلیارده_خلک_د_څښاک_له_پاکو_اوبو_څخه_بې_برخې_دي
یونیسف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق) او د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په شپه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دي.
(last modified 2023-03-23T00:06:24+00:00 )
Mar 23, 2023 04:34 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې دوه میلیارده خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دي

یونیسف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق) او د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په شپه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دي.

د ایرنا د راپور له مخې، دغه ویناپاڼه چې په نیویارک کې د ملګرو ملتو د اوبو له کنفرانس مخکې خپره شوه پکې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د ټولو لپاره د اوبو، تصفیې او روغتیا ساتنې د شعار د تحقق لپاره اقدامات ګړندي کړي.

په دې بیانیه کې دې ته په اشارې سره چې نیمايي طبي مرکزونه اوبه او صابون یا د الکول پراساس د لاسي صابون محلول نلري، زیاتوي: د ناکافي اوبو او فاضله موادو ټولنیزې او اقتصادي پایلې ویجاړونکې دي.

یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان وايي: دا خدمتونه د ماشومانو د سالمې ودې او په لویوالي کې د هوساینې د ساتلو کیلي ده.

دوی همدارنګه ټینګار وکړ چې هر څوک د پاکو اوبو، مناسبې درملنې او روغتیا حق لري.

د دغو سازمانونو په وینا، په ټولیزه توګه، نړۍ اړتیا لري چې د پرمختګ اوسنی نرخ لږ تر لږه څلور چنده کړي، ترڅو تر 2030 کال پورې په خوندي توګه د WASH خدماتو ته لاسرسی ترلاسه کړي.