افغانستان کښې د بې وزلۍ په اړه خبرداری ورکړل شو
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د ښځو په کار باندې له بندیز وروسته شپږو نړیوالو خیریه موسسو او ادارو په دغه هیواد کښې د بې وزلۍ د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ.
د نړیوالو راپورونو پراساس د افغانستان په کابو څلویښت میلیونه نفوسو کښې اکثره خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.
د ډانمارک د کډوالو شورا، اینټرسوس ، د ماشومانو د ساتنې ادارې، د ناروې د کډوالو پلاوي ، د لوږې پرضد د اقدام ډلې او ورلډ ویژن ډلې خبردای ورکړ چې د د طالبانو د حکومت لخوا د ښځینه کارکونکو په کارونو باندې بندیز د افغانستان له خلکو سره د مرستې په کارونو کښې خنډونه رامینځته کوي.
دغو موسسو د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې په ملګروملتونو او خیریه موسسو کښې د ښځو په کار بندیز پاې ته ورسوي.
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر هم څو ورځې مخکې ویلي وو د طالبانو حکومت ته یادونه کوو چې د ملګروملتونو ارګانونه له ښځینه کارکونکو پرته فعالیت نشي کولای.