د ایران ،روسیې سورئې اوترکیې دخارجه وزیرانو غونډه  جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130796-د_ایران_روسیې_سورئې_اوترکیې_دخارجه_وزیرانو_غونډه_جوړیږي
 د ترکیې خارجه وزیر مولود  چاووش اوغلو هم د اپریل په څلورمه نیټه په ماسکو کې د ایران ،ترکیې ،سورئې او روسیې د مرستیال خارجه وزیرانو د ناستې دترسره کیدا لپاره  دروسیې دهڅو قدرونه وکړه او وې وئيل،هیله مندی وو،دسورئې د بحران دحل بهیر دتیر په څيرپه شفاف ډول دوام ومومي.
(last modified 2023-04-07T22:25:53+00:00 )
Apr 08, 2023 02:51 Asia/Kabul
  •  د ایران ،روسیې سورئې اوترکیې دخارجه وزیرانو غونډه  جوړیږي

 د ترکیې خارجه وزیر مولود  چاووش اوغلو هم د اپریل په څلورمه نیټه په ماسکو کې د ایران ،ترکیې ،سورئې او روسیې د مرستیال خارجه وزیرانو د ناستې دترسره کیدا لپاره  دروسیې دهڅو قدرونه وکړه او وې وئيل،هیله مندی وو،دسورئې د بحران دحل بهیر دتیر په څيرپه شفاف ډول دوام ومومي.

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  چې ترکیې ته په سفر تللی ،  دترکیې له خارجه وزیر مولود  چاووش اوغلو سره ئې له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې  د ایران ،روسیې، سورئې او ترکیې د خارجه وزیرانو د څلور اړخیزې ناستې  خبره هم  مطرح کړه.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، سرګئ لاؤروف دې خبرې ته په اشارې سره ووئيل، لوري د ترکیې اوسورئې د اړیکو دعادي کولو د بهیر د پيلولو لپاره د مناسب وخت پر ټاکلو کار کوي.  هغه دغه راز  زیاته کړې ده ، دا چې د دفاع وزیران، ،داستخباراتي ادارو د مشرانو او مرستیال خارجه وزیرانو په چوکاټ کې ناستې له تیر دسمبر راهسې شوي، ددې ښودنه کوي ، چې  دغه بهیر پیل شوی دی.

د روسیې خارجه وزیر د سورئې په شخړو کې د دخیلو کسانو د روا ګټو ترمینځ د انډول درامینځةکولو په باب د خبروکونکو لورو موافقه ضروری وبلله .