روسیې د پولینډ د لومړي وزیر څرګندونې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131258-روسیې_د_پولینډ_د_لومړي_وزیر_څرګندونې_وغندلې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا مرستیال« دیمیتري میدودیف» د پولینډ د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې خبرداری ورکړ که چیرې د ناټو او د روسیې ترمینځ پوځي جګړه وشي نو پولینډ به د ځمکې له نقشې پاک شي.
(last modified 2023-04-15T08:30:41+00:00 )
Apr 15, 2023 07:27 Asia/Kabul
  • روسیې د پولینډ د لومړي وزیر څرګندونې وغندلې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا مرستیال« دیمیتري میدودیف» د پولینډ د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې خبرداری ورکړ که چیرې د ناټو او د روسیې ترمینځ پوځي جګړه وشي نو پولینډ به د ځمکې له نقشې پاک شي.

هغه وویل د ماټئو موراویسکي په نوم یوه ناپوهه کس ویلي دي چې اوکراین حق لري په روسیې باندې برید وکړي او هغه د روسیې پرضد د ناټو په جنګ اندیښمن نه دی ځکه چې ماسکو به په چټکۍ سره ماتي وخوري.

میدودیف وویل په دغه جنګ کښې ګټونکی او بایلونکی لوری معلوم نه دی خو په اروپا کښې د ناټو د اډې په توګه د پولینډ رول ته په پام سره به دغه هیواد په پریکنده توګه له لیوني لومړي وزیر ماتئو موراویسکي  سره یوځاې د دنیا له نقشې پاک شي.

پولینډ داسې هیواد دی چې د روسیې پرضد یې د اوکراین پراخ ملاتړونه کړي دي او په نوي اقدام کښې وتوانید اوکراین ته د میګ نهویشت ډوله الوتکو د ورکولو لپاره د جرمني موافقت ترلاسه کړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس په تیرې سه شنبې ورځ په واشنګټن کښې د پولینډ له لومړي وزیر ماتئوس موراویسکي سره په کتنه کښې ټینګار کړی و پولینډ یو ارزښمن متحد، او یو شریک او یو دوست دی.

د پولینډ لومړي وزیر ماتئوس موراویسکي په دغه کتنه کښې ویلي وو وارسا غواړي د اروپا تر ټولو قوي پوځ جوړ کړي او په همدې دلیل ده چې غواړي د د نړۍ له پرمختللیو دفاعي صنایعو یعني د امریکا له صنعایو سره ملګرتیا وکړو.

پولینډ د ناټو په غړیو هیوادونو کښې د امریکا یو نږدي متحد ګڼل کیږي او تراوسه یې د دوه سوه پنځوسو پرمختللیو ټیکنالوژۍ لرونکو ټانکونو او د یوسل شپاړسو مرمت شویو ابرامز ټانکونو د اخیستلو غوښتنه کړي ده.