امریکا د اوکراین د جنګ د نور زیاتولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین د جنګ په هکله د امریکا د چارواکو د جګړې د زیاتولو په دوام کښې دفاع وزارت پینټاګان نیت لري د درې سوه پینځویشت میلیونه ډالرو په ارزښت نوي پوځي مرستې چې توپونه ، د زغرګاډو ضد وسلې او نور پوځي تجهیزات پکښې شامل دي اوکراین ته واستوي.
د امریکا یوه لوړرتبه پوځي چارواکي پرون وویل نوی امنیتي پیټی د اوکراین د دقیق او د لرواټنه حملو د وړتیاو د پیاوړتیا په هدف سره پلان شوی دی او د اوکراین د ځواکونو په نږدې جنګونو او په لویدیځه سیمه کښې د روسیې د پړاویز پرمختګ په مخه نیولو کښې مرسته کوي.
اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د ډول ډول بایکاټونو او دباونو په اعمالولو او اوکراین ته د سپکو او د درنو وسلو او تجهیزاتو په استولو سره نه یوازې د دغه جنګ د ختمولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی بلکې له مخکې څخه زیات یې د جنګ زیاتولو ته لمن وهلي ده چې روسیه نوره هم کمزوري کړي.